د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې په یوه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي


د بلوچستان د کلا سیف الله سیمې چاودنه
د بلوچستان د کلا سیف الله سیمې چاودنه

د بلوچستان په کلا سیف الله سیمه کې د تیرې شپې په چاودنه کې د افغان طالبانو د یو پلوي جنګیالي په گډون اووه تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د اسوشیتید پرس اژانس ویلي چې دا چاودنه د افغان طالبانو د یو پلوي ملا په کور شوې ده، خو د امریکا غږ د ډیوه رادیو سیمه ییز خبریال ددې کورنۍ د یو خپلوان خیرمحمد له خولې وایي چې په چاودنه کې د کورنۍ څښتن عبدل جوګیزی، د هغه څلور زامن ملا حبیب الله، عصمت الله، نقیب الله، رحمت الله، یوه لمسۍ او لمسی وژل شوي دي.

د بلوچستان ولایت یو سیمه ییز چارواکي شفقت شاولي ویلي چې د کلا سیف الله په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په گډون لس تنه ټپیان شوي هم دي. د ملا حبیب الله خان یو خپلوان خیرمحمد ویلي چې هغه د پاکستان د طالبانو تحریک غړی و.

ځایي خلک وایي ملا حبیب الله چې په چاودنه کې وژل شوی، د افغان طالبانو پلوي و او کله نا کله به یې افغانستان ته تګ راتګ هم کاوه.

د کلاسیف الله یو پولیس چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي دي چې د عبدل جوګیزي زامن اکثر د لوی بند او بادیني سیمې له لارې افغانستان ته تلل او د هغه په وینا تېره شپه یې هم په ټراکټور کې کې چاودېدونکي مواد بارول چې ورباندې وچاودېدل، خو د کورنۍ خلک یې دا خبره ردوي او وایي چې پر کور یې له پاسه توغندی لګېدلی، چې ممکن ډرون به وي.

کلاسیف الله د ږوب او لورالای ترمنځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي.

د رپوټونو له مخې کلاسیف الله ته نږدې په ګوال اسماعیلزی سیمه کې یو وخت د افغان طالبانو دوه پخواني مشران ملا دادالله او منصور دادالله هم اوسیدل.

XS
SM
MD
LG