د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: بلخ کې ځانمرګی برید شوی او یو امنیتي مسول یې وژلی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې ځانمرګي برید د ملي امنیت یو منسوب وژلی او اته نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن شنبه سپټمبر ۱۹(وږې۲۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه ځانمرګی برید نن سهار ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې د ولسوالۍ په «ګولای خاصه پز» سیمه کې شوی دی.

هغه وویل چې ځانمرګي خپل له چاودېدونکو موادو ډک موټر ته د ملي امنیت اړوند یو قوماندان محمد هاشم احمدزي د موټرو کاروان سره جنګولی.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ملي امنیت یو قوماندان هم شامل دی. امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د طالبانو په ګډون هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

دا په داسې حال ده چې د افغان چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د سولې خبرو پیلېدو سره هم مهاله په هیواد کې جګړو زور اخیستی دی.

بلخوا تیره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم په افغانستان کې د افراطي ډلو لخوا د بریدونو د تر سره کېدو خبر داری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG