د لاس رسي وړ اتصالات

د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې سره هم مهاله پر کابل ښار د راکټونو برید


په کابل کې د توغندیو د لګیدلو یوه څنډه - عکس اسوشیتیدپرس
په کابل کې د توغندیو د لګیدلو یوه څنډه - عکس اسوشیتیدپرس

نن سې شنبه د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې لمانځلو سره هم مهاله د کابل ښار پر ځینو برخو ۱۴توغندي توغول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه توغندي سهار ۹:۳۰ دقیقې په اتمه او ۱۷مه امنیتي حوزه کې له دوو تېز رفتاره موټرونو څخه د کابل ښار په لومړۍ، دوهمه، لسمه، ۱۶مه او نهمه امنیتي حوزه توغول شوي دي.

طارق ارین ویلي چې د یادو توغندیو زیاته برخه د ملکي خلکو پر کورنو لکېدلي چې په وینا یې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون یې ۱۰ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو بریدونو په تړاو په اولسمه امنیتي حوزه کې یو مشکوک تن د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د دغه بریدونو مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

پر کابل ښار دا توغندي پر داسې مهال توغول کیږي چې نن سې شنبه د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۱۰۱ کالیزه ده.

ددې ورځې په مناسبت په مرکز کابل او ولایتونو کې بېلابېل مراسم نیول شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د افغانستان دفاع وزارت کې د ازادۍ پر څلې د ګلو ګېدۍ کېښوده.

د امریکا، ترکیې، هند، کاناډا او ایران په ګډون ګڼو هیوادونو د افغانستان خلکو ته د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزي مبارکي ویلې ده.

XS
SM
MD
LG