د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې ماین چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي


کابل کې ایمرجنسي روغتون
کابل کې ایمرجنسي روغتون

د راپورونو له مخې نن سې شنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) د کابل ښار دریمې امنیتي حوزې اړوند دارالامان پر سړک د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

باختر دولتي‌خبري آژانس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند قاري‌ سعید خوستي‌ له قوله ویلي چې چاودنه د دارلامان سړک په ګولدان کې د ځای پر ځای شوو موادو له امله رامنځته شوې ده.

هغه ویلي چې په دغه چاودنه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

خو په افغانستان کې ایمرجنسي روغتون ویلي چې د نننۍ چاودنې له ځای څخه د دوی روغتون ته پنځه تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

ایمرجنسي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې دغه چاودنه د طالب سرتیرو او که د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.

لا د دغه برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. دا په تېرو څو ورځې کې پنځمه چاودنه ده چې د کابل په ښار کې کېږي. په تېرو چاودنو کې تر ډېره عام خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په کابل ښار کې د تیرو څو ورځو د چاودنو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې منلی و.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په کابل ښار کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG