د لاس رسي وړ اتصالات

خوست ښار کې د موټر سايکل بم چاودنې ۱۶ کسان ټپیان کړي


عکس (ارشیف) خوست ولایت
عکس (ارشیف) خوست ولایت

امنيتي ‌چارواکي‌ وايي، په خوست ښار کې د يو موټرسايکل بم د چاودنې په نتيجه کې يو شمېر ملکي وګړي او نظامي کسان ټپيان شوي.

د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داؤد آمين نن یکشنبه مارچ ۲۸ (وري ۸) امريکاغږ ته وويل چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا يوه بجه د خوست ښار مجاهد څلور لاري ته نږدې د ملي امنيت د ځواکونو پر رېنجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودېدونکي‌ توکي په يو موټر سايکل کې ځای پرځای شوي وو او د ملي امنيت د ځواکونو د موټرو د تېرېدو پرمهال منفجر کړای شوی دی.

نوموړي وويل چې په دې چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي‌ وګړي‌ او دوه د ملي امنيت ساتونکي ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې روغتيايي مسؤلين وايي چې د چاودنې له ځايه دوی ته د انتقال شویو ټپيانو له جملې څخه د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

عيني شاهدان وايي،‌ چاودنه د ملي‌ امنيت پر هغو ځواکونو شوې چې په خوست کې د جمهوري نظام په ملاتړ د يوې سترې ولسي غونډې چې نن يکشنبه جوړه شوې وه، د امنيت د ټينګښت لپاره ګمارل شوي وو.

د عيني شاهدانو په وينا،‌ په ټپيانو کې ځينې هغه کسان هم شامل دي‌ چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و.

تر اوسه د دې بمي بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې هکله څه ويلي‌ دي.

XS
SM
MD
LG