د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل ولایت مقام کې دننه چاودنه شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

افغان چارواکي وايي په زابل کې د ولایت په مقام کې دننه د نظامي شورا د غونډې پر مهال چاودنه شوې ده.

په دغې چاودنې کې د چارواکو په خبره ولایتي شورا رئیس حاجي عطا‌ء جان حقبیان ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال احمد ویس صمیمي نن سه شنبه اپرېل ۲۰ (وري ۳۱) امریکا غږ ته وويل چې نن څه کم دوولس بجې د ولایت مقام په چت کې د ځای په ځای شويو ماینونو چاودنه شوې ده.

ده وويل چې پېښه د نظامي غونډې پر مهال شوې.

امنیه قومندان وويل: "نن یوولس نیمي بجې موږ په ولایت مقام کې جلسه در لوده ټول مسئولین حاضر وو چې پنځه دقیقې وروسته پر چت ځای پر ځای شویو مایونو چاودنه وکړه چې یوازي د ولایتي شورا رئیس پکښې ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی، زموږ تحقیقاتي ټيمونه کار کوي چي د پېښي ټول جزئیات تر لاسه کړي."

خو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د والي د دفتر د سکرتریت پر بام لاسي بمونه ځای پر ځای شوي وو چي یوه يې چاودنه کړې او نور ندي چاودیدلي.

سرچینې وويل چې که ټولو ماینونو چاودنه کړې وای ممکن ډېر تلفات یې اړولي وای.

بلي خواته د زابل د ولایتي شورا د رئیس د کورنۍ غړي وايي چې د هغه صحت ښه دی.

د زابل د ولایتي شورا پر رئیس دوې میاشتي وړاندي هم د موټر بم چاودنه شوې.

تر اوسه چا د زابل د نننۍ پېښې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG