د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له اوکراین سره د امریکا د دوو میلیارد ډالرو پوځي مرسته اعلان کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په کیف کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا سره په ګډ خبري کنفرانس کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په کیف کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا سره په ګډ خبري کنفرانس کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غويي ۲۶) د اوکراین په پایتخت کیف کې له دغه هېواد سره د امریکا د دوه میلیارد ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ او ویې ویل چې دا به له اوکرایني ځواکونو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسیې د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

بلینکن دا اعلان د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وکړ. دا مرسته د ۶۱ میلیارد ډالرو برخه ده چې د متحده ایالاتو کانګرس له څو میاشتو جنجال وروسته څو اونۍ مخکې تصویب کړه.

بلینکن وویل چې د دې مرستې هدف "د وسلو سمدستي چمتو کول" او همدارنګه د اوکراین په زیربنا کې پانګونه کول او له اوکراین سره د نورو هیوادونو نظامي تجهیزاتو پیرودلو کې مرسته کول دي.

په دغه خبري کنفرانس کې کولیبا تکرار کړه چې اوکراین "په بیړنۍ توګه" د هوايي دفاع په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. هغه وویل چې د خارکیف په شمال ختیځ سیمه کې چې د تیرې اونۍ راهیسې د روسیې تر برید لاندې راغلې، دوو د هوايي دفاع سیسټمونو ته اړتیا لري.

هغه دا هم وویل چې اوکراین اړتیا لري چې د همکارو هیوادونو لخوا ژمنه شوې وسلې په بیړنۍ توګه ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG