د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه له خپلو متحدینو سره د خبرو لپاره بلجیم ته ولاړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همدومره ویل شوي چې بلینکن به له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره خبرې کوي او نور جزیات یې نه دي ورکړي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې اروپايان له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د چال چلند په اړه اندېښنه لري. له اوکراین سره د جو بایډن حکومت په مالي او پوځي مرستو باندې د ډونالډ ټرمپ سخت انتقاد په اینده کې له کیف سره د واشنګتن د مرستو په اړه اندېښنې پارولې.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوریت غوښتونکو د امریکا په سنا کې اکثریت ترلاسه کړی او د استازو خونې کې، چې لا یې پایلې اعلان شوي نه دي، هم د اکثریت ترلاسه کولو هڅې کوي.
د رویټرز خبري اژانس د جو بایډن حکومت د مقاماتو له خولې راپور ورکړی دی چې واشنګتن هڅه کوي، د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې مخکې چې ډونالډ ټرمپ د منتخب ولسمشر په توګه لوړه کوي، له اوکراین سره ژمنه شوې مرستې انتقال کړي.
د بایډن حکومت له اوکراین سره د لسګونو میلیارد ډالرو د مرستو تر څنګ هڅه کوله ناټو پراخه کړي او نړیوال متحد کړي چې په اوکراین باندې د یرغل له کبله روسیه نوره هم ګوښه او منزوي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مخکنۍ کارکوونکې او د سیاسي چارو کارپوهه ان ماري اسلاتر وویل د بایډن د حکومت لپاره به مهم کار دا وي چې د امکان تر حده کارونه اروپايانو ته وسپاري. هغې وویل چې اروپایي هېوادونه له ډونالډ ټرمپ سره همکارۍ ته چمتو شوي او غواړي ښکاره کړي چې د ټرمپ مرستو ته هم لیوال دي.
د رویټرز د راپور په اساس، د ټرمپ له راتګ سره به یو ځل بیا د ناټو د غړو هېوادونو د لګښتونو مسئله راپورته شي. د امریکا اکثریت متحد هېوادونه دا مهال د خپلو نا خالصو عوایدو دویمه برخه په دفاعي چارو لګوي، خو ټرمپ ویلي فشار به راوړي چې دا هېوادونه خپله درېیمه برخه ناخالص عواید په دفاعي چارو ولګوي.
د ناټو مشر مارک روته د سه شنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په خبرو کې ټېنګار وکړ چې له ایران، شمالي کوریا او چین سره د روسیې همکاري یوازې د اروپا سوله او امنیت ته ګواښ نه دی، بلکې شمالي امریکا او د هند د ارام سمندر سیمې هم له ګواښ سره مخامخ کوي.
د اتلانتیک شورا کارپوه ډانیل فرید رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د بایډن حکومت ډېر انتخاب نه لري او فقط دا کار کولای شي چې اوکراین د سولې د خبرو په یو ښه دریځ کې ودروي.
ډونالډ ټرمپ د ټاکنو تر ګټلو مخکې په انتخاباتي کمپاینونو کې ویلي وو چې «یوه ورځ» کې به د اوکراین جګړې ته حل پیدا کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
فورم \ دبحث خونه