د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا هڅې؛ بلینکن اسرائیل ته ځي


په غزه کې د اوربند لپاره د واشنګټن د دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ اسرائیل ته سفر وکړي.

د تیر کال په اکتوبر کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د متحده ایالاتو د لوړ پوړو دیپلوماتانو لسم سفر وروسته له هغې کیږي چې قطر او مصر چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي د اوربند لپاره د متحده ایالاتو وړاندیز ته خوشبیني ښودلې او باور لري چې دا به د دواړو خواو ترمنځ واټن راکم کړي.

ټاکل شوې چې بلینکن په اسرائیل کې له صدراعظم بینیامین نتانیاهو او نورو لوړپوړو اسرائیلي چارواکو سره خبرې وکړي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند په اړه هڅې په داسې حال کې روانې دي چې ایران د جولاۍ په ۳۱مه په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته له اسرائیل څخه د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

واشنګټن په پرله پسې ډول ایران ته خبرداری ورکړی چې د اسرائیل پر ضد له هر ډول غچ اخیستونکي اقدام څخه ډډه وکړي او امریکايي‌ چارواکو ویلي چې دا ډول اقدام به په سیمه کې او په ځانګړې توګه ایران کې "ناورین" رامنځ ته کړي.

په عین حال کې د بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اوربند د روانو خبرو ملاتړ کړی او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې له هر ډول "تشدد" څخه ډډه وکړي.

تاکل شوې ده چې په قاهره کې د تړون د نهايي کېدو پر سر د لوړپوړو چارواکو ترمنځ له توافق وړاندې د تړون د تطبیق د څرنګوالي په اړه خبرې راتلونکې اونۍ پیل شي.

د نتنیاهو دفتر د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي‌ چې د اسرائیلو مرکچي پلاوي د شنبې په ورځ د یو توافق د احتمال په اړه "محتاطه خوشبیني" څرګنده کړې ده.

خو د حماس ویاند جهاد طحه د شنبې په ورځ الجزیرې ته وویل چې اسرائیل د اوربند په خبرو کې شرطونه زیات کړي دي‌ او نتانیاهو یې تورن کړ چې په دغو شرطونو سره په روانو هڅو کې خنډونه رامنځ ته کوي.

که څه هم د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره هیلې زیاتې شوي خو لا هم د دواړو خواو ترمنځ جنګ روان دی. تېره ورځ د غزې په زاویده کې د اسرائیلو په هوايي‌ برید کې لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. بل لورې اسرائیل په یو شمیر سیمو کې د حماس د راکټي بریدونو له ویرې د تخلیې امرونه صادر کړي دي.

د تېر کال د اکتوبر په اومه د اسرائيل پر جنوب باندې د حماس ډلې له برید وروسته په غزه کې خونړی جنګ پیل شو چې لا هم دوام لري. د اسرائیل د چارواکو په وینا د حماس ډلې په دغه برید کې ۱۱۹۸ کسان ووژل او کابو ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

اسرائیل د حماس د برید په ځواب کې پر غزې باندې پراخ بریدونه پیل کړل، چې د درنې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې د غزې ښار لویه برخه ویجاړه کړه.

د حماس د ډلې تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه جنګ کې له ۴۰۰۰۰ زرو زیات کسان چې زیاتره ملکي وګړي و وژل شوي او څه باندې ۹۲ زره ټپیان شوي دي.

اسرائیل وايي چې په دغو بریدونو کې یې د حماس د ډلې ۱۷۰۰۰ جنګیالي وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG