د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې بمي چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي


د پکتيکا ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې د يوې بمي چادونې په ترڅ کې لږ تر لږه اته ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

امنيتي مسؤلين وايي چې دغه پېښه نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې داسې مهال شوې، چې خلک په سودا رانيولو او دغه راز په خپل کاروبار کې مصروف وو.

د پېښې ځيني شاهدان وايي چې ماين د يوه دوکان ترمخه ايښودل شوی و او پر دوو ماشومانو يې د لوبو پرمهال داسې وخت چاودنه کړې چې فکر يې کاوه دا د لوبو کوم شی دی.

د پکتيکا د ښرنې ولايتي ملکي روغتون يو تن مسوول محمد رفيع راحل امريکاغږ ته وويل، چې د وروستيو معلوماتو له مخې د دوو ماشومانو په ګډون ۸ ملکي کسان وژل شوي او د يوه ماشوم په ګډون ۱۲ نور ملکيان ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دريو ټپيان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ و او له همدې کبله کابل ته انتقال شول.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين هم امريکا غږ ته ياده پېښه تائیدکړه او ويې ويل چې دوی ته د لومړنيو رسيدلو معلوماتو پراساس د ۵ کسانو مړينه تاييد شوې خو زياته يې کړه چې ممکن دا ارقام تغير ومومي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG