د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر کې پنډيانو افغانستان ته د غوټو پر وړلو او راوړلو د بنديز خلاف احتجاج کړی


د تورخم د مزدورانو د اتحادیې مشر ویلي چې ددغه بندیز وروسته په سلګونه مزدوران بې روزګاره شوي او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.
د تورخم د مزدورانو د اتحادیې مشر ویلي چې ددغه بندیز وروسته په سلګونه مزدوران بې روزګاره شوي او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خیبر قبايلي ولسوالۍ کې سلګونه پنډيانو پر تورخم دروازه افغانستان ته د غوټو يا ګنډو پر وړلو او راوړلو د بندیز خلاف احتجاج کړی دی.

د نومبر پر ۲۱(ليندۍ ۱) د خيبر په لواړګي کې احتجاج کوونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پر تورخم دې د ګنډو پر لېږد رالېږد بندیز ختم کړي او د مزدورانو د ګټې دغه يوازينۍ لاره دې نه بندوي. په دغه احتجاج کې د بشري حقونو فعالانو او د ځينو سياسي ګوندونو غړيو هم ګډون کړی وو.

د تورخم د مزدورانو د اتحادیې مشر فرمان الله شینواري پر دې مهال وويل چې د حکومتي بندیز له امله په تورخم کې په سلګونه مزدوران بې روزګاره شوي او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې له لسګونو کلونو راهيسې د تورخم دواړو غاړو ته پرتو ولسونو اجازه درلوده چې د وړو تجارتي غوټو یا ګنډو له لارې سوداګري او مزدوري وکړي.

بلخوا د پاکستان ګمرکي چارواکي وايي چې پر تورخم دروازه يې د غوټو پر وړلو او راوړلو بنديز د قاچاق د مخنيوي لپاره لګولی دی. هغوی زياتوي چې بې له محصوله او قانوني اسنادو هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ سوداګري وکړي.

دا وروسته له هغې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهيسې يو خوا له پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو په زور د ستنولو بهير پيل کړ او بلخوا يې له افغانستان سره پر ټولو سرحدي لارو د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل اجباري کړل او د سوداګرۍ په برخه کې یې هم یو شمېر مقررات او محدودیتونه پلي کړل چې په نتيجه کې د دواړو هېوادونو تر مينځ دوه اړخيزه تجارت زښت زيات کم شوی او سوداګر اغېزمن شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG