د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د لګښتونو د کمولو په هدف یو شمېر پنا غوښتونکې یوې کښتۍ ته انتقال کړي


برتانوي چارواکو ویلي چې پدې کښتۍ کې ۵ سوه کسان کسان ځایدلی شي.
برتانوي چارواکو ویلي چې پدې کښتۍ کې ۵ سوه کسان کسان ځایدلی شي.

د بریتانیا حکومت چې پدې هیواد کې د پنا غوښتونکو د لګښتونو د کموالي لپاره لارې چارې لټوي، په تازه هڅې کې یې د یوې کښتۍ څخه هوټل جوړ کړی او یو شمیر پنا غوښتونکي یې پکې ځای پر ځای کړی.

د Bibby Stockholm په نامه دا کښتۍ د انګلستان په جنوب کې په اوبو کې ولاړه ده او تر ۵۰۰ پورې سړي پکې په یو وخت کې ځایدلی شي.

په بریتانیا کې مطبوعاتو دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه کډوال چې په ګران بیعه هوټلونو کې تر دې دمه ساتل کیدل راټول او په همدې کښتۍ کې ځای پر ځای شي.

دا کښتۍ چې درې پوړه لري او د خوب خونې پکې خوا په خوا جوړې شویدي، د پوهنتون لیلې ته ورته ځای دی. په کښتۍ کې آشپزخانه، د خواړو لپاره جلا ځای، د ناستې او سپورت کولو لپاره وړوکی کلب او د جامو وینځلو لپاره هم آسانتیاوې پکې شته دي.

د اوس لپاره د Bibby Stockholm کښتۍ د انګلستان جنوبي ساحل کې د پورټلیند په بندر کې ولاړه ده. د سیمې اوسیدونکو او د کډوالو د حقونو مدافعینو د برتانیې د حکومت د دې پلان سره مخالفت څرګند کړی ځکه هغوي وایي پداسې شرایطو کې د پنا غوښتونکو ساتل نامناسب دي.

د سیمې اوسیدونکي چې شمیر یې ډیر لږ دی او وار د مخه د روغتیایي خدماتو د لږوالي سر ټکوي، ویلي چې پدې کښتۍ کې د پنا غوښتونکو ځای پر ځای کول به د هغوي ژوند هم سخت کړي.

د کډوالو شورا په ګډون شاوخوا ۴۰ سازمانانو پدې کښتۍ کې د پنا غوښتونکو ساتل "غیر انسانی او ظالمانه" بللي او ځینو یې آن دا ویلي چې دا کښتۍ زندان ته ورته یو ځای دی.

د بریتانیا حکومت تیر کال د پنا غوښتونکو لپاره د اوسېدو د ځای په برابرولو ۱.۹ ملیارده پونډ لګولي چې ۲.۴ ملیارده امریکایي ډالر کیږي. اوس حکومت غواړي چې دا پنا غوښتونکي په وړو کښتیو او پخواني نظامي اډو کې ځای پر ځای کړي چې د لګښت چاره یې وشي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سارا ډانیس ویلي هغه کسان چې په غیر قانوني لارو چارو دې هیواد ته راځي د اوسیدو لپاره د مناسب ځای لرلو حق لري خو دا تمه باید ونلري چې په "څلور ستوري" هوټلونو کې به ساتل کیږي.

حکومت ویلي چې پدې کښتۍ کې به پنا غوښتونکي تر هغه وخته ساتل کیږي تر څو یې چې د پنا غوښتنې په هکله پریکړه نه وې شوي.

حکومت د دې اقدام څخه وړاندې غوښتل چې پنا غوښتونکي د یو تړون له مخې رونډا ته واستوي خو د دې هیواد د استیناف یوې محکمې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په ۲۹ مې رونډا ته د بریتانیا د حکومت لخوا د پناه غوښتوونکو د استولو پلان غیرقانوني وباله.

په کښتۍ کې د خوب خوانې خوا په خوا جوړې شوي.
په کښتۍ کې د خوب خوانې خوا په خوا جوړې شوي.

محکمې په خپلې پریکړې کې ویلي چې روانډا یو دریم خوندي هیواد نه شي کیدی او ښايې هغه پناه غوښتوونکې چې له دغه هېواد څخه بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته استول کیږي، د ځورونې سره مخ شي.‌

په لندن کې یاد محکمې درې قاضیانو ویلي، تر هغه چې د روانډا د پناه غوښتنې سیسټم کې نیمګړتیاوې اصلاح نه شي، "دغه هېواد ته د پناه غوښتوونکو استول به غیر قانوني وي.

د محکمې دغه پریکړه پداسې حال کې اعلامیږي چې روندا او بریتانیا تیر کال دغه هېواد ته د پناه غوښتوونکو د استولو په هکله یو تړون لاسلیک کړ.

ددغه پلان پر بنسټ په بریتانیا کې د ریشي سوناک په مشرۍ د محافظه کار ګوند حکومت پلان لري چې زرګونه کډوال چې دې هیواد ته په غیر قانوني توګه راغلي څه باندې ۶۴۰۰ کیلو میتره لیرې مرکزي افریقا کې پروت روندا هېواد ته واستوي او له هغه ځایه به د خپلې پناه غوښتنې بهیر پرمخ بیایي. خو دغه طرحه د بشري حقونو او خیریه موسسو له غبرګوونو سره مخامخ شوې ده.

د بریتانیا د استیناف محکمې قاضیانو هم وویل چې پدې اړه د روانډا تضمینونه د قناعت وړ نه وو او زیاته یې کړه: "روانډا ته د هر پناه غوښتوونکي استول به د بشري حقونو په اړه د اروپا د کنوانسیون د دریمې مادې څخه سرغړونه وي"، کوم چې وایي، هیڅوک باید شکنجه یا د غیر انساني چال چلند او ځوروني سره مخامخ نشي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG