د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا شارژدافیر: افغانستان کې له خبرو پرته پرمختګ نشي‌کېدای، بې ثباتي به ممکن داعش راپورته کړي


افغانستان کې د بریتانیا شارژدافیر ماموریت پای ته ورسېده
افغانستان کې د بریتانیا شارژدافیر ماموریت پای ته ورسېده

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارتر چې په دغه هیواد کې ماموریت پای ته رسېدلی ویلي، چې د افغانستان بې ثباتي او کورنۍ شخړې به د ژور بشري بحران او د داعش د احتمالي بیا راپور ته کیدو لامل شي.

ښاغلي شارتر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، برتانیې ته معلومه ده چې په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو راهیسي جګړې او تاوتریخوالی نور د هیچا په ګټه نه دی او په خبره یې له خبرو پرته بله لار نشته.

هغه زیاته کړې: "بې ثباتي او کورنۍ شخړې به د ژور بشري بحران او د داعش د احتمالي بیا راپورته کیدو لامل شي. خبرې اترې د مخ پروړاندې لاره ده. تیر کال کې ما له طالبانو او افغاني ټولنې سره اړیکې لرلې. ځینې به له دې سره موافق نه وي، خو له خبرو پرته له کلونو جګړو وروسته تاسې نشئ کولای پرمختګ وکړی. لاډېره انزوا به د افغانانو سره مرسته ونه کړي."

ده همدرانګه ویلي چې هیواد یې روښانه کړې پر نجونو او ښځو محدودیتونه د افغانانو اساسي ازادۍ کمزوري کوي او د افغانستان د ودې او ثبات په زیان دي.

د هغه په خبره دغه نظر یا لید د«لوېدیځ» نه دی، دا نړیوال نورمونه منعکس کوي او د اکثریت مسلمان میشته ملکونو سره شریک نورمونه دي.

طالبانو د څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو ترڅنګ، د هغوی پر کار، ټولنیزو فعالیتونو او یو شمېر نورو ازادیو بندیزونه لګولي دي.

تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د ښځو او نجونو حقوقو ته احترام وکړي.

ښاغلي شارتر په ټینګار سره ویلي: "راتلونکي ته په کتو، مونږ باید له ماضی نه درس واخلو او خبرې اترو ته دوام ورکړو په داسې حال کې چې په خپلو اصولو پابند پاتې شو. دا پدی معنی ده چې د افغانستان ثبات د ټولنې د ټولو ډلو ګډون پورې تړاو لري."

هوګو شارتر زیاته کړې چې هیواد یې پر خپلو اصولو ټینګ ولاړ دی او د هغو اساسي قوانینو پابندي کوي چې حکومتونه یې باید د نړیوالې ټولنې د مشروع غړو په توګه عملي کړي.

هغه زیاته کړې: "موږ چیرته چې له بنسټیزو، ګډو نړیوالو اصولو څخه سرغړونه وشي، په کلکه ودریږو."

نوموړي دې ته په کتو چې برتانیه او افغانستان ګډ اوږد تاریخ لري، ویلي چې هیواد یې د باثباته او پرمخ تللي افغانستان سره کار کولو ته ژمن دی.

د شارتر په وینا د بریتانیا لپاره لومړیتوب په دغه هیواد کې له ۲۸ میلیونه اړمنو خلکو سره مرسته کول و، هغه زیاته کړې چې بریتانیا د ۲۰۲۱ میلادي کال راپدېخوا افغانستان ته د څه باندي ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته استولې ده چې میلیونونه افغانان ورڅخه برخمن شوي دي. هغه ویلي چې هیواد به یې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د دغه بریتانوي دپلومات په وینا، ښه راتلوونکی شاید لیري په نظر ورسیږي، خو په خبره یې لارې ته باید دوام ورکړل شي. هغه ټینګار کړی دی چې باثباته او بریالی افغانستان د ټولو په ګټه دی.

XS
SM
MD
LG