د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې یو سړی د ۷۰۰۰ بوتلو شرابو د غلا په تور نیول شوی


فرانسه کې په غلا شویو شرابو کې داسې شراب هم شامل دي چې د یو بوتل بیه یې له ۱۰۰۰ یورو زیاته ده.
فرانسه کې په غلا شویو شرابو کې داسې شراب هم شامل دي چې د یو بوتل بیه یې له ۱۰۰۰ یورو زیاته ده.

د فرانسې په بورګنډي کې پولیسو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) یو سړی د ۷۰۰۰ بوتلو شرابو د غلا په تور ونیو چې ټول ارزښت یې شاوخوا ۵۵۰ زره ډالر کیږي.

د فرانسې دغه سیمه د شرابو جوړولو د فابریکو په لرلو مشهوره ده.

د "دې ساون ایت لویر" ځايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوې شرابخانې په امنیتي کامرو کې د یو ۵۶ کلن سړي تصویر اخیستل شوی چې له دغې شرابخانې څخه څلور بوتله شراب غلا کوي.

دغه سړی د همدې شرابخانې کارکوونکی ښودل شوی دی. د شرابخانې مالک په دې اړه پولیسو ته عریضه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، پولیسو ددغه سړي او د هغه د مور د کور له پلټلو وروسته شاوخوا ۷۰۰۰ بوتله شراب موندلي چې له مختلفو شرابخانو څخه غلا شوي دي.

پولیسو ویلي، نیول شوي کس په تیرو ۱۵ کلونو کې په مختلفو شرابخانو کې د کار پر مهال دغه شراب غلا کړي دي.

په دې کې داسې شراب هم شامل دي چې د یو بوتل بیه یې له ۱۰۰۰ یورو زیاته ده.

د قضیې څارنوالانو ویلي، داسې نښې نښانې یې ندي موندلي چې دغه سړي دې د غلا شویو شرابو کوم بوتل پلورلی وي.

نیول شوی تورن کس د محاکمې تر ورځې په ضمانت خوشې شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG