د لاس رسي وړ اتصالات

 کالیفورنیا کې باران او طوفان شپږ تنه مړه کړي او د سلګونو زره خلکو برېښنا پرې شوې 


د کالیفورنیا طوفان
د کالیفورنیا طوفان

د امریکا د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې چارواکي وايي د یکشنبې په سهار جنوري اتمه (مرغومې ۱۸) په ځايي وخت د سخت باران او ویجاړونکي طوفان له کبله په لسګونه زره کورونو او سوداګریزو شرکتونو باندې برېښنا پرې شوې ده.

چارواکي وايي چې دا حالت به هلته څو ورځې روان وي‌. د «پاور اوټیچ» ویپاڼې د معلوماتو په اساس ۵۶۰۰۰۰ خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د نوي کال له پیل راهېسې په شمالي کالیفورنیا کې د سخت موسم او طوفان له کبله شپږ تنه مړه شوي چې یو په کې ماشوم دی. په ماشوم باندې یوه ونه غورځېدلې او مړ کړی یې دی.

هوا پېژندونکو اټکل کړی دی چې سبا دوشنبه به یو بل مرطوب طوفان پیل شي چې ورسره د کالیفورنیا په غرونو کې به باران او واوره هم ووریږي.

د اټکل له مخې له بارانونو وروسته به د سیند د اوبو سطحه هم لوړېږي چې په مرکزي کالیفورنیا کې به ممکن د سختو سیلابونو لامل شي.

XS
SM
MD
LG