چرس او د کانابیس نور مشتقات چې څکل کیږي، یا هم خوړل او څښل کیږي تقریباً د بدن د ټولو غړو او سیستمونو پر فعالیت تاثیر کوي. خو ددغو مشتقاتو څکل پدې دلیل چې په مستقیمه د سږیو له لارې وینې ته داخلیږي او د بدن غړو ته رسیږي د هغو محصولاتو په پرتله چې څښل او یا خوړل کیږي په چټکۍ اثر کوي.
اوس چې د واشنگټن ډي سي په شمول د امریکا د متحده ایالاتو په ٢٩ ایالتونو او د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د کانابیس مشتقاتو استعمال قانوني شوی ددغو شیانو د زیانونو او په درملنې کې د هغې د ارامونکو تاثیرونو په اړه جدي مناظره هم روانه ده.
خو طبي څیړنې پرته له دې چې د چرسو او مروانا د پلویانو او یا مخالفینو نظر ته پاملرنه وکړي د هغې یو شمیر زیانونه په ډاگه کړي دي.
تنفسي سیستم
د چرسو دود د تنباکو د دود په شان د امونیا او هایدروجن سیاناید په گډون زهرجن کیمیاوي مواد لري.
د علمي څیړنو په بنسټ، دغه مواد د تنفسي مجرا او سږیو د تخریش سبب کیږي، دوامداره ټوخی او بلغم او همداشان په اوږد مهال کې د برانشونو د پړسوب او د تنفسي سیستم د مکروبونو خطر زیاتوي.
د وینې د دوران سیستم
د چرسو له څکلو وروسته په هغه کې موجود نشه یي مواد (تترا هایدروکانابینول یا THC) د سږیو څخه وینې ته جذبیږي او د وینې د دوران په واسطه په ټول بدن کې خپریږي.
د چرسو له څکلو څو دقیقې وروسته د زړه ضربان زیاتیږي او دغه وضعیت کولای شي تر دریو ساعتونو پورې هم دوام وکړي. که ددې موادو استعمالونکی د زړه په ناروغۍ اخته وي د زړه د ضربان زیاتیدل ورته د زړه د دریدو خطر زیاتوي.
ماغزه او مرکزي عصبي سیستم
چرس، مروانا او د کانابیس نور مشتقات په ټول مرکزي عصبي سیستم اثر کوي. THC ماغزه هڅوي چې په زیاته اندازه دوپامین تولید کړي. دوپامین یوه کیمیاوي ماده ده چې په بدن کې د خوشحالۍ احساس تولیدوي.
په چرسو کې موجود تتراهایدروکانابینول او د کانابیس نور مشتقات په مغزو کې معلوماتو ته د لاسرسي بڼه بدلوي او د قضاوت کولو قوت باندې اثر کوي. دغه ماده همداشان حافظه متاثره کوي او په همدې خاطر دي چې د چرسو له استعمال نه څو ساعته وروسته ډیر کم امکان لري چې خلک وکړای شي پیښې په یاد وساتي.
چرس او مروانا همداشان د ماغزو هغه برخې چې د حرکتونو او انډول ساتلو مسولیت لري هم متاثروي، نو پدې خاطر سپارښتنه کیږي هغوی چې ددې موادو تر تاثیر لاندې وي، د موټر چلولو نه ډډه وکړي.
په زیاته اندازه د چرسو او مروانا څکل چې په وینه کې د THC د غلظت سبب کیږي، د ویرې او ډار د رامنځ ته کیدو سبب کیږي. نو پدې خاطر یو شمیر طبي رپوټونه، د خپگان او اضطراب په څیر په روحي امراضو باندې اخته کیدل د کانابیس د مشتقاتو د استعمال سره مربوط گڼي.
هغه خلک چې په سکیزوفرني یا د عوامو په وینا د ځوانۍ په جون اخته دي ښه ده چې د کانابیس له مشتقاتو استفاده ونکړي ځکه ددغو ناروغیو د زیاتیدو سبب کیږي.
د چرسو او مروانا د نشې له لرې کیدو وروسته ځنې خلک د ستړیا احساس کوي، ځنې یې خپه او ځنې نور یې مضطرب وي. په چرسو د روږدتیا امکان کم خو واقعي دی.
د ٢٥ کاله کم عمر لرونکو په منځ کې چې ماغزو یې بشپړه وده نده کړې د چرسو او د کانابیس د نورو مشتقاتو استعمال ممکن د هغوی پر حافظې او تفکر باندې تلپاتې اثر وکړي.
په امیندوارۍ کې د چرسو او مروانا استعمال ددې سبب کیږي چې په بطن کې د جنین ماغزه متاثره شي او هغه ماشوم چې زیږیږي ښایي د حافظې او تمرکز کولو ستونزې ولري او د مشکلاتو د حل کولو پوره مهارتونه هم ښایي ونلري.
د هاضمې سیستم
د چرسو او مروانا څکل کولای شي چې د هاضمې د سیستم مشکلات ایجاد کړي لکه کانگې او داسې نور. څرنگه چې په کانابیس کې موجود THC په ځیگر کې تجزیه کیږي دغه ماده ښایي د ځیگر د تخریبولو سبب هم شي.
د اشتها زیاتیدل او هڅول، د ژبې او خولې وچیدل او تنده پر هاضمې په سیستم باندې د کانابیس د نورو اثراتو څخه دي.
د بدن دفاعي سیستم
په کانابیس مشتقاتو کې د تتراهایدروکانابینول شتون د علمي موندنو په اساس، د بدن معافیتي سیستم ته د ضرر رسولو سبب کیږي او یو شخص د ناروغیو په ځانگړې توگه د مکروبونو په وړاندې کمزوری کوي.
خو سره له دې دا چې د کانابیس د مشتقاتو استعمال په ځینو هیوادونو کې تازه قانوني شوی زیاتو څیړنو ته اړتیا ده چې بدن ته ددغو موادو د مصرفولو څخه رامنځ ته کیدونکي تاوانونه په سمه توگه وپیژندل شي.