د لاس رسي وړ اتصالات

په کاناډا کې د مروانا تفریحي استعمال ازاد شو


ډیر ژر به په کاناډا کې د تفریح او د ساعتیرۍ لپاره د مروانا استعمال قانوني او ازاد شي، ځکه ددې هیواد د سنا او استازو مجلس د مروانا د کښت، ویش او راکړې ورکړې په اړه یوه لایحه تصویب کړه.

دغه لایحه چې د کاناډا صدراعظم جستن ترودو، پارلمان ته استولې وه، اوس یې لاس لیک کوي چې قانوني بڼه ونیسي. د کاناډا اوسیدونکي چې د ١٨ کالو نه پورته عمر ولري د راتلونکي سپتامبر له میاشتې څخه مروانا اخیستلای او استعمالولای شي.

همداشان دغه قانون د کاناډا اوسیدونکو ته حق ورکوي چې مروانا یا د چرسو بټي په پخپلو کورونو کې وکري او محصول یې مصرف کړي. مروانا د چرسو په څیر یو بوټی دی.

د کاناډا حکومت ویلي دي چې په دې هیواد کې د مروانا غیر قانوني توب دې ته زمینه برابره کړې چې د قاچاق بانډونه له دې کار نه گټه واخلي. د درملنې په خاطر د ډاکتر له لورې د مروانا سپارښتنه په کاناډا کې د ٢٠٠١ کال راهیسې قانوني وه.

د کاناډا په سنا کې ددې لایحې د تصویب وروسته ښاغلي ترودو په خپل ټویټر کې ولیکل "مروانا ته زمونږ د اولادونو لاس رسی ډیر اسان و او دا جنایتکاران وو چې ترې یې گټه اخیستله. نن مونږ دا کار بدل کړ. د مروانا د قانوني کیدو او تنظیم لپاره زمونږ طرحه د سنا له خوا تصویب شوه."

خو هغه منتقدین چې په کاناډا کې د مروانا د ازاد استعمال د غیر قانوني کیدو پلوي دي ډاډمن ندي چې نوی قانون به په موثره توگه د دې مادې د "تور بازار" او د جنایي بانډونو د گټې او قاچاقبرۍ مخه ونیسي.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو په ډله کې کاناډا لومړنی هیواد دی چې د مروانا تفریحي مصرفول ازاد او قانوني کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو په اوو ایالتونو کې هم د ساعتیرۍ لپاره د مروانا اخیستل او مصرفول ازاد دي.

XS
SM
MD
LG