د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا: زموږ د هیواد اتباع د ایران له خوا په مرګ ګواښل شوي


د کاناډا د استخباراتو ادارې د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) اعلان وکړ چې د (معتبرو) راپورونو له مخې ددغه هیواد اتباع د ایران له خوا په مرګ ګواښل شوي دي.

د نوموړي هیواد په یوې بیانیه کې راغلي‌ چې دغه ګواښونه "د هغو کسانو د چپ کولو لپاره چې په علني ډول د ایران په وړاندې خبري کوي" طرحه شوي دي.

د کاناډا د استخباراتو امنیتي ادارې ویلي دي چې ددغو ګواښونو په وړاندې یې څیړنې پیل کړي او د هغو کسانو څخه د معلوماتو په راټولو بوخت دي چې د ایران د رژیم له خوا ځورول شوي دي.

په بیانیه کې راغلي چې دا اداره له ایراني-کانادايي ټولنې سره په نږدې همکاري چې د پام وړ تهدیداتو سره مخ شوي‌ دي. اوسمهال ګڼ شمیر ایرانیان په کاناډا کې ژوند کوي.

د کاناډا او ایران اړیکې په وروستیو کلونو کې د بیلابیلو مواردو ‌په خاص ډول د بشري حقونو د نقض له امله له کړکیچنې شوي دي.

یاد هیواد د مهسا امیني د مړینې له امله د پیل شویو اعتراضاتو وروسته پر ایراني چارواکو او د سپاه پاسداران پر قومندانانو بندیزونه لګولي دي.

ایران په کراتو د بیلابیلو هیوادونو له خوا په یادو هیوادونو کې د ایراني الاصله اتباعو په برمته کیدو او ګواښولو تورن شوی دی.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د روان کال په چنګاښ میاشت کې یو ایراني مامور او د ایران د اطلاعاتي شبکې یو غړی په نیویارک کې د فارسي بي بي سي د یوې ایراني الاصله تبعې میرمن علینژاد د برمته کیدو د پلان له امله تورن کړل.

د امریکا د عدلیې وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د یادې شبکې د غړو د نومونو په خپرولو سره هغوی د ایران د حکومت پورې اړوند وبلل او ویې ویل چې غوښتل یې میرمن علینژاد چې د امریکا تابعیت هم لري ، له ځان سره ایران ته بوزي.

له دې مخکې د بریټانیا د کورني استخباراتو د ادارې رئیس هم ویلي وو چې د ایران استخباراتو لږ تر لږه لس ځله د هغو کسانو د برمته کیدو یا حتی د وژلو هڅه کړې چې په بریټانیا کې دي او تهران یې ځانته ګواښ بولي.

XS
SM
MD
LG