د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له تاجیکستان څخه سلګونه نور افغانان هغه هیواد ته انتقال کړل


د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې یا (IRCC) هغه هیواد ته یو ځل بیا له تاجیکستان څخه د سلګونو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړ.

دې ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۳۴۷ نوي افغان کډوال په ځانګړي پرواز کې له تاجیکستان څخه «ټورنټو» ته انتقال شول.

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي: "دوی به په ټوله کاناډا کې په ۳۹ بېلابېلو ټولنو کې چې له هغه جملې څخه کلګري،مونترال، ریچموند، هیل او ټورنټو کې ځای پر ځای شي."

د کاناډايي چارواکو په وینا په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو د غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل و چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پر مهال له دوی سره کار کړی و.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکونکې او تابعیت ادارې د اکتوبر۲۷ ( لړم پنځم) هم له پاکستان او تاجیکستان څخه هغه هیواد ته د ۶۶۸ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی و.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې یاد افغان کډوال به له هغو ۲۲۵۸۱ افغان کډوالو سره يو ځای شي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته دغه هیواد ته رسېدلي دي.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون پنځه زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی دی هغه هیواد ته د انتقال بهیر ارزوي.

د کاناډا د کډوالو، پناه ورکوونکو ادارې هم ویلي چې دغه هیواد ته تازه تللي کډوال به د کاري قوي زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړي او تر کرونا ویروس وروسته به د دغه هیواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولري.

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه و ایستل شول،خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر کسان د وتلو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG