د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار – هرات په لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي


د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د کندهار او هرات ترمنځ لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۱ (تلې ۱۰) وویل چې پېښه نن سهار د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې شوې ده.

د ښاغلي فرهاد په وینا په دې پېښه کې چې د مسافرو یو بس له فلانکوچ موټر سره جنګېدلی دی، د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وايي چې د پېښې له ځالی څخه ۱۱ جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلی شیرزی زیاتوي چې په پېښه کې اوه تنه ټپیان شوي هم دي چې اکثره یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د هرات د روغتیا ریاست د معلوماتو په اساس د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه دغه ولایت ته پر غځېدلو لویو لارو باندې د ترافیکو پېښو له امله ۱۴۵ تنه مړه شوي او له پنځو زرو زیات ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د کندهار-هرات په لویه لاره د ترافیکي پېښو لوی لامل ګڼل کېږي چې له امله یې مسافرو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG