د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: د اګست په میاشت کې په عراق کې د داعش ۴ مشران وژل شوي


د متحده ایالاتو پوځ وایي تیره میاشت د عراق په لویدیځه برخه کې د امریکایي او عراقي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې څلور مشران وژل شویدي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې څلورو وژل شویو مشرانو کې د عراق لپاره د داعش عملیاتي مشر هم شامل دی.
د سنټکام په اعلامیې ویل شوي چې د عراق په لویدیځه برخه کې د داعش مشرانو په خلاف د دې عملیاتو هدف د دې ډلې وړتیا له منځه وړل و چې ونشي کړی د عراق ملکیانو په خلاف بریدونه تنظیم کړي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا عملیات د تیرې اګست میاشتې په ۲۹ مې شویدي خو نور جزیات یې ندي ورکړي چې آیا پدې عملیاتو کې ملیکانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه.
د امریکا پوځ ویلي چې پدې عملیاتو کې د داعش ټول ټال ۱۴ غړي وژل شوي و او دا چې د امریکا پنځه سرتیري هم ټپي شوي و.

د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې د داعش څلور وژل شوي مشران، په عراق کې د دې ډلې عملیاتي مشر احمد الیثاوي، د عراق په لویدیځ کې د داعش عملیاتو مسؤل ابو همام، د داعش تخنیکي چارو مسؤل ابو علي التونیسي او د عراق په لویدیځ کې د داعش نظامي عملیاتو مسؤل شاکر الایساوي و.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر، جنرال مایکل اریک کوریلا پدې اعلامیې کې ویلي چې د داعش ډلې ماتې ورکولو ته ژمنه ده چې نه یوازې د متحده ایالاتو بلکې د امریکا متحدینو، شریکانو او سیمه ایز ثبات ته ګواښ ده.

سنټکام د داعش مشرانو وژل کیدل داسې مهال اعلانوي چې امریکایي چارواکو ویلي د عراق څخه د ائتلافي ځواکونو د وتلو په هکله د بغداد سره یو تفاهم ته رسیدلي چې له مخې به یې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي هیوادونو سلګونه سرتیري لدې هیواد څخه ووځي.

ګڼې سرچینې چې د موضوع په هکله معلومات لري، مطبوعاتو ته ویلي چې دا توافق لا د واشنګټن او بغداد چارواکو تر منځ نهایي شوی ندی خو که ونه منل شي له مخې به یې د ۲۰۲۵ میلادي کال د سپټمبر تر میاشتې د امریکا په مشرۍ سلګونه ائتلافي سرتیري له عراق څخه ووځي.

دې سرچینو همدارنګه ویلي چې د نهایي موافقې وروسته به د سرتیرو د وتلو نیټه هم څرګنده شي او دا چې پاتې سرتیري به د ۲۰۲۶ کال تر پایه عراق پریږدي.

د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې "موافقه شوي، اوس یوازینۍ پوښتنه دا ده چې څه وخت یې اعلان وکړو".

امریکایي او عراقي چاراکي د کافي زیات وخت راهیسې لدې هیواد څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په هکله په خبرو اخته دي چې هلته د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د سیمه ایزو ځواکونو سره د همکارۍ او سلا مشورې ورکولو لپاره دیره دي.

واشنګټن او بغداد پدې هم کار کوي چې یو شمیر امریکایي سرتیري په عراق کې د سلا مشورې ورکولو په نقش کې پاتې شي.

امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق یرغل وکړ، د دیکتاتور صدام حسین رژیم یې ړنګ کړ او په ۲۰۱۱ کال کې له هغه هیواد څخه ووتل.

خو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې ځای په ځای شول چې د داعش ډله، چې هغه وخت یې په عراق او سوریې خپل خلافت اعلان کړی و، وځپي. د حشد الشعبي ډلې د داعش په ماتولو کې همکاري کړې وه.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG