د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د شمالي مثلث له هیوادونو د مهاجرت ستونزه


متحده ایالات پر دریو هېوادونو ایلسلوادور، گواتیمالا او هاندوراس باندې فشار زیاتوي چی د غېرقانوني مهاجرینو او مخدره موادو د قاچاق په ایسارولو کې خپل نقش زیات کړي. دریمه مسله په دغو هېوادونو کې د اداري فساد ده چی واشنگټن غواړي د شریکو هڅو په توگه ورسره مبارزه وکړي.

ایلسلواډور، گواتیمالا او هاندورس دری هېوادونه د شمالي مثلت په نامه شهرت لري.

هرکال د شمالي مثلت له هېوادونو یعنی ایلسلوادور، هاندوراس او گواتیمالا نه په سوونو زره کسان د تشدد او اداري فساد له امله تښتي. په دغو کسانو کې اکثریت یا د پناه غوښتلو او یا غېرقانوني مهاجرت له لارې امریکا ته ځي. په دې توگه ددغو هېوادونو پېښې د امریکا پرامنیت، اقتصاد او گټو مستقیمی اغېزې لري.

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال وايي" مرکزی امریکا د زښتو ډیرو کډوالو لپاره چی له غربت او تشدد نه تښتي یوازې د سفر پیل گڼل کېږی. دا مازې د لوېې لارې په سر یو تم ځای دی، ځکه چی داخلک په سیمه کې د مرگ له تجارانو سره مخامخ دي."

واشنگټن د مخدره موادو د قاچاقبرانو، غېرقانوني ډلو او غېرقانوني مهاجرت خلاف په ډیره ټینگه د مبارزې خبره کوي او په مرکزي امریکا کې د اقتصادي سوکالۍ لپاره د قانوني کاري مارکېټ پر نظر ټینگارکوي.

ریکس ټیلرسن د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي "اقتصادي سوکالۍ د پرمختگ لپاره باید په گډه کار وشي. رسمي اقتصاد تقویه شي او د غیرقانوني مهاجرت او نورو غېرقانوني فعالیتونو اقتصادي عوامل له منځه یووړل شی.

ماهران وايی مرکزی امریکا ته دې د واشنگټن په اقتصادي مرستو کې له شفافیت نه کار واخیستل شي.

امریکا ته د مرکزي امریکایي وگړو د مهاجرت ستونزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

XS
SM
MD
LG