د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د مخدراتو"۱۰زره" قاچاقبران بندیان دي


د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د افغانستان په زندانونو کې ۳۰سلنه بندیان د نشه يي توکو کاروباریان او قاچاق کوونکي جوړوي.

د عدلي وزرات د شمېرو له مخې دا مهال شاوخوا ۳۰زره کسان د بېلابېلو سیاسي او نورو جرمونو له کبله د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، په دې حساب د ټولو بندیانو درېیمه برخه قاچاقبران دي چې ۱۰۰۰۰ کیږي.

وزیر ویس احمد برمک په کابل کې د دوشنبې په ورځ (جون۲۴) وویل چې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړو پولیسو د قاچاق د مخنیوي لپاره ۱۶۸۸ عملیات د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۱۹۰۶ قاچاقبران نیول شوي او څه باندې ۱۱۲ ټُنه بیلابل ډوله نشه‌يي توکي ترې کشف او ضبط شوي دي.

ښاغلي برمک وویل، چې په دغو نیول شویو کسانو کې لوی قاچاقبران، یو شمیر دولتي کارکوونکي، ښځې او بهرنیان هم شامل دي.

هغه وویل "د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۰ فیصده بندیان د مخدره موادو قاچاقبران دي، دا شمیره ټکان ورکوونکې ده، خو دغه پدیده زیاته شومه او خطرناکه ده او د نامشروع اقتصاد او عایداتو یوه قوي سرچینه ده، نو ځکه زیات شمیر بانډونه او ګروپونه په خواشینۍ سره چې په دې برخه کې فعالیت کوي، خو موږ هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو ترڅو دوی ونیسو او د قانون منګلو ته یې وسپارو".

د ملګرو ملتونو اندېښنه

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او د معتادینو د کچې زیاتوالی د اندیښنې وړ وګڼه. په افغانستان کې له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر(UNODC) رئیس مارک کولهون وايي په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، چې ۹زره ټُنه اپین حاصل ترې اخیستل شوی.

نوموړي وویل دغو مخدره موادو ارزښت ۶.۶ میلیارد ډالره اټکل شوی، چې د افغانستان د کلني عوایدو له ۳۳ فیصدو سره برابر دي. هغه وايي "دا شمیرې ډیرې ټکان ورکوونکي دي، که څه هم افغان حکومت د مخدره موادو پرضد د مبارزې په برخه کې جدي دی، خو له دغې پدیدې سره مبارزه د یوې ادارې د وس کار نه دی."

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې په کور دننه د وزارتونو او په نړیواله کچه د سیمې او نړۍ د حکومتونو ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

د افغانستان سلامتیا ته ګواښ

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پیوستون نړیوالې ورځې او ملي یووالي اونۍ" په درشل کې دغې غونډې ته وویل چې مخدره مواد د افغانستان سلامتیا ګواښي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال تر ۳.۶ میلیونه افغانان، چې د افغانستان د وګړو ۱۱.۱ فیصده جوړوي، له نشه‌يي توکو څخه متاثره دي، چې په کې تر یو میلیون ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د معتادینو شمیر ټکان ورکوونکی وباله او وې ویل، چې اوس ماشومان او تنکي ځوانان هم په مخدره موادو روږدي شوي دي.

هغه وویل "د معتادینو شمیر ټکان ورکوونکی دی، په ځانګړي ډول اوس، چې د ټیټ عمر درلودونکي کسان لکه، ځوانان، تنکي ځوانان او ماشومان هم په کې شامل دي. دا په حقیقت کې یو داسې ګواښ دی، چې د افغانستان سلامتیا ګواښي، دا عادي مسله نه ده، چې یوازې له روغتیا سره تړاو ولري او یا پر ټولنیز او اقتصادي وصعتیت باندې اغیز ولري".

اجرائیه رئیس عبدالله زیاته کړه، چې په افغانستان د مخدره موادو پراخ کښت او تولید د ناامنيو، بې‌ثباتۍ، اداري فساد، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو لوی لامل دی.

هغه له ټولو حکومتي بنسټونو، دیني عالمانو، مدني ټولنې او عامو خلکو څخه وغوښتل، چې د مخدراتو پر ضد مبارزه کې برخه واخلي.

ښاغلي عبدالله، د افغانستان مخدره مواد نړیواله ستونزه یاده کړه او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هیوادونو په همکاریو ټینګار وکړ.

اجرائیه رئیس په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د کچې راټیټیدل یوه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، چې د مخدراتو پر ضد د مبارزې په برخه کې د زیات مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره به له مرستندویو هیوادونو سره خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG