د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله : د تیرې شپې د زلزلې تلفات کم دي


شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې زورورې زلزلې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې زورورې زلزلې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د تیرې شپې په زلزله کې د ټپیانو شمیر ډیر نه دی او هغوی چې ټپيان شوي ټپونه یې برسیرن دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس نن د شنبې په ورځ، د تیرې شپې د زلزلې، کورنیو بې ځایه شوو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي په اړه په خپل دفتر کې یوې اضطراري غونډې ته وویل، تر اوسه چې یې کوم راپورونه ترلاسه کړي د تیرې شپې په زلزه کې د ټپیانو شمیر ډیر نه دی.

ښاغلي عبدالله وویل "زموږ نننۍ غونډه، د زلزلې په اړه ده، چې ویل شوي مرکز یې بدخشان وو، د دې زلزلې له امله خلکو ته یوه اندازه مالي زیانونه اوښتي، او په ورته وخت کې یو شمیر ټپیان هم لرو، په کار ده چې تفصیلي ګزارش یې ولرو او په ورته وخت کې، کوم اقدامات چې تر دا مهال ترسره شوي او او ترسره به شي ورباندې وغږیږو".

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني امریکا غږ ته ویلي چې د تیرې شپې په زلزله کې یوازې د جلال آباد په ښار کې ۱۳ تنه ټپيان شوي.

د ننګرهار د و الي ویاند وویل چې دا ټپیان له درملنې وروسته بیرته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

ښاغلي خوګیاني وویل، چې د ننګرهار د ولایت له ځینو ولسوالیو څخه یې هم په زلزله کې د یو شمیر کسانو د ټپي کیدو په باب خبرونه ترلاسه کړي خو تر اوسه یې دقیق شمیر څرګند نه دی.

تر اوسه په دغه زلزله کې د سر د پېښ شوي زیان په اړه له نورو ولایتونو څخه راپور نه دی ورکړل شوی.

تیره شپه شاوخوا دولس بجې په افغانستان کې قوي زلزله وشوه، چې د امریکا د جیولوژیکې سروې د ادارې پر وینا د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې ثبت شوې دی.

د دغې ادارې د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د مرکزد فیض آباد د ښار څخه ۵۱ کیلومتره لیرې جنوب ختیځ خوا ته د هندوکش غرونو کې 203 کیلومتره د ځمکې لاندې وو، چې د افغانستان د په ګډون یې د پاکستان ځینې ښارونه هم لړزولي دي.

دغې زلزلې د افغانستان سربیره په پاکستان کې هم یو شمیر کسان ټپیان کړي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د تیرې شپې په زلزله کې د پېښور په ښار کې ۴۲ تنه ټپيان روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

د کابل د تیرې شپې زلزله په ورستیو میاشتو کې دوهمه زوروره زلزله وه چې له امله یې خلک د شپې په تیاره کې له خپلو کورنو څخه بهر ته په راوتو اړ شول.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې زورورې زلزلې په بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نوروستان ولایتونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او تر ۷ زرو زیات کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

XS
SM
MD
LG