د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تر نښتې وروسته د سپین بولدک ـ چمن لار تړل شوې


په کندهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د "د سپین بولدک ـ چمن" دروازه کې د تیرې ورځې نښتې په تائید سره وايي چې دغه دروازه اوس د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو د کندهار والي ویاند حاجي زید نن دوشنبه نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې تېره ورځ په یاده دروازه کې د طالب سرتیرو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د سوء تفاهم له امله ډزې شوي دي.

ښاغلي زید وویل چې په دغو ډزو کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی. هغه د دغې پيښې په اړه نور جزئیات ورنکړل.

نوموړي وویل: "پرون چې څه جنګ سره وشو د لسو دقیقو لپاره، اوسه وضعه ارامه ده. تر اوسه لار بنده ده، خو وضعه ارامه ده.کله چې د خبرو هڅه وشي بیا به معلومات شریک کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په چمن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «باب دوستي په نامه سرحدي» سیمې کې د دواړو خواو د سرتېرو ترمنځ د ډزو راپورونه ورکړل شول.

په سیمه کې یو پاکستاني امنیتي چارواکي د امریکا غږ ډیوې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و چې په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي‌ دي. هغه ویلي دي چې طالبانو ته هم زیان اوښتی دی خو دقیق معلومات یې نشته.

د پاکستان حکومت لا تر دا مهاله د یادې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې ځينو سرچېنو ویلي دي‌ چې ډزې له هغه وروسته وشوې چې «یو وسله وال له افغان لوري پاکستاني لورې ته واوښت او په پاکستاني عسکرو یې ډزې» وکړې. وايي له دغو ډزو وروسته پاکستاني سرتېرو هم ډزې وکړې او په ځواب کې یې طالبانو هم ډزې پیل کړې.

په سپین بولدګ کې روغتیایي سرچېنو هم ویلي دي چې اوه زخمیان ور وستل شوي دي.

د باز محمد په نوم یو عیني شاهد وايي چې ډزې زیاتې وې او د ډزو په وخت کې ښځو او ماشومانو یوې او بلې خوا ته منډې وهلې.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا شوې د پاکستان د سرحد ځينې ماموران له افغان کډوالو او ښځو سره ناوړه چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه دروازه تر دې مخکې هم د ځینو ستونزو له امله د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG