په انګلستان کې یوې خیریه ټولنې د افغانستان دپاره د مرستو ټولولو په یوه غونډه کې یوه کېله په ۳۷ زره ډالره پلورلې ده، چې په دې سره دا د نړۍ تر ټولو ګرانبیه کېله ګڼل کیږي.
دا کېله په متحده عربي اماراتو کې یوه افغان سوداګر پیرلې ده.
د قمر خیریه بنسټ له خوا د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو په موخه په جوړ شوي روژه ماتي کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
ددې بنسټ مشر رحمت الله نوروز وايي، د کیلې قیمت په اصل کې د افغانستان له خلکو سره مرسته ده. هغه امریکا غږ ته وویل: "دا یو سمبولیک حرکت وو چې اصلي هدف یې کمک وو، په همدې پروګرام کې مونږ وکولای شول چې شاوخوا ۹۵ زره پونډه (۱۱۵ زره ډالر) راټول کړو."
ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته د هغو افغانانو شمېر دوه برابر زیات شوی چې په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، که طالبان ښځو ته له دې سازمان سره کار کولو ته اجازه ورنکړي، راتلونکې میاشت به له افغانستان څخه ووځي.
د کاروان خیریه بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان وايي، خیریه بنسټونه هیڅکله نه شي کولای چې د ټول افغانستان خلکو ته مرستې ورسوي.هغه وویل: "دغه اوس چې د ملګرو ملتونو ټولې ادارې په افغانستان کې کار کوي او هم خیریه ټولنې کار کوي بیا هم ټولو اړمنو افغانانو ته رسیدګي نه ده شوې."
په دې ورستیو کې ګڼ شمیر خیریه بنسټونو په افغانستان کې کار پیل کړی چې ډیرې یې د بهر میشتو افغانانو په مرستو تکیه دي.