د لاس رسي وړ اتصالات

​د جرمني یوې فدرالي محکمې په ډیزلي موټرو بندیز ولگاوه


د جرمني یوې محکمې د سه شنبې په ورځ (مارچ۱) پریکړه وکړه چې ښارونه کولای شي د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي په خاطر په ډیزلي موټرو او ټرکونو بندیز ولگوي.

که څه هم چې د جرمني د محکمې دغه تصمیم د چاپیریال د ساتنې فعالین خوشحاله کړي، خو دا پریکړه ښایي د هغه هیواد اقتصاد ته چې ډیزلي ماشین په کې په ١٨٩٠ لسیزه کې اختراع شوی، زیات تاوان ورسوي.

په جرمني کې ډیزلي موټر خلک د پطرولي موټرو په پرتله ډیر خوښوي او پدې هیواد کې شاوخوا نهه میلیونه ډیزلي موټر او څو میلیونه ټرکونه او بسونه فعالیت کوي چې دغه نوی تصمیم به پرې اغیز وکړي.

له بلې خوا د انگلا مرکل حکومت هڅه کوي د ډیزلي موټرو چلوونکو ته ډاډ ورکړي چې دوی به د نورو لارو چارو څخه په ښارونو کې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.

په جرمني کې د هرو دریو موټرو څخه یو یې د مرسدیس بنز، بي-ام ډبلیو او فولکس واگن د کمپنو موټرې دي چې خورا پاک او په عصري تکنالوژۍ سمبال ډیزلي ماشینونه لري او ښایي چې د ښارونو له خوا د بندیز لگولو سره سره به ورته د گرځیدو اجازه ورکړل شي.

په داسې حال کې چې ډیزلي موټر لږ کاربن ډی اکسید تولیدوي او د پطرولي موټرو په پرتله یې عمر زیات دی، خو دغه ماشینونه نایتروجن اوکساید یا NOx تولیدوي چې د تنفسي ناروغیو او د حکومت د احصایی له مخې په کال کې د ٦٠٠٠ کسانو د مړینې سبب کیږي.

د لایپزیگ ښار محکمې پخپله پریکړه کې دا هم ویلي دي چې ښارونه نه ښایي هغو خلکو ته تاوان ورکړي چې د ډیزلي موټرو بندیز پرې اثر کړی دی.

د جرمني د موټر جوړولو د صنعت د اتحادیې رئیس ماتیس ویسمن وایي حکومت باید دغه ناڅرگند ختم کړي او ښارونو ته باید اجازه ورنکړي چې پخپله تصمیم ونیسي او هیله څرگندوي چې په دې اړه "په ملي کچه یوه مقرره" تنظیم شي.

د کوپنهاگن او پاریس په څیر اروپایي ښارونه چې د ډیزلي موټرو پر بندولو غور کوي په جرمني کې د حالاتو له څیړلو وروسته به تصمیم ونیسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ډیټرویت ښار ته نژدې د LMC موټرو کمپنۍ کارپوه جف شوستر وایي په ډیزلي موټرو بندیز به نورو اروپایي هیوادونه ته هم پراخ شي، خو زیاتوي چې په اروپا، چین او نورو هیوادونو کې مارکیټ همدا اوس بل لور ته مخه کړې او د بریښنایي موټر جوړولو صنعت ته یې وده ورکړې ده.

ډیزلي موټرې د امریکا د موټر جوړولو په صنعت کې یوه ډیره کوچنۍ فیصدي ده او په اروپا کې په دغو موټرو باندې بندیز به پر امریکا ډیر لږ اثر ولري. ښاغلی شوستر وایي په تیرو دوو کلونو کې په امریکا کې یواځې ٢،٧ فیصده ډیزلي موټرې ثبت شوي دي.

شاوخوا یوه پیړۍ مخکې د جرمني په اوکسبرگ کې رودولف ډیزل، ډیزلي ماشین اختراع کړ. د برلین د سوداگرۍ خونې وایي په پلازمینه کې فعالې کمپنۍ به ٢٩٥ میلیونه ډالر د ډیزلي موټرو په بدلولو ولگوي او کیدای شي ډیرې کمپنۍ دیوالي شي.

XS
SM
MD
LG