د لاس رسي وړ اتصالات

چنای سوپر کنګز لوبډله د آی پي ال اتله شوه؛ راشد خان د غوره توپ نیونکي جایزه وګټله


د چنای لوبډلې د پنځم ځل لپاره د آی پي ایل سیالیو اتلولي وګټله.
د چنای لوبډلې د پنځم ځل لپاره د آی پي ایل سیالیو اتلولي وګټله.

د هند د ملي لوبډلې مخکني کپتان مهندرا سینګ دوهني په کپتانۍ کې د چنای سوپر کنګز لوبډلې دوشنبه مې ۲۹ (غرګولي۸) د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو اتلولي وګټله.

دوی په په پایلوبې یا فاینل کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

سره لدې چې ټاکل شوې وه د فاینل دا لوبه د یکشنبې په ورځ شوې وای خو د باران له کبله دوشنبې ته وځنډیده.

د ګجرات لوبډلې په شلو اورونو کې ۲۱۴ منډې کړې وې خو د باران له کبله چې د لوبې د ځنډ سبب هم شوه د چنای لپاره هدف په ۱۵ اورونو کې ۱۷۱ وټاکل شو.

د چنای لوبډلې د لوبې په وروستیو دوو توپونو کې لسو منډو ته اړتیا درلوده او د هند ملي لوبډلې کیڼ لاسي لوبغاړي رویندرا جدیجا یوه شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله او لوبه یې وګټله.

د ګجرات په لوبډلې کې د افغانستان مشهور ورو توپ اچوونکي راشد خان او ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال لوبه کوي. پدې لوبې کې نور په دریو اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړلې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان د سږ کال آی پي ایل سیالیو تر ټولو غوره توپ نیوونکي جایزه وګټله.
راشد خان د سږ کال آی پي ایل سیالیو تر ټولو غوره توپ نیوونکي جایزه وګټله.

سره لدې چې راشد خان په فاینل لوبه کې ښه ونه ځلید خو په دغو سیالیو کې یې ۲۷ ویکټې واخیستې او د لیګ لومړی غوره ورو توپ اچوونکی شو. راشد خان همدغه راز د آی پي ایل سیالیو تر ټولو د غوره توپ نیوونکي جایزه هم ګټله.د هند احمد آباد په لوبغالي کې پای لوبه د شپې په ۱:۳۰ بجه پای ته ورسیده.

په دغو سیالیو کې تر ټولو ډېرې ۸۹۰ منډې د هند لوبغاړي شوبمن ګېل وکړي. دی هم د ګجرات په لوبډلې کې لوبېږي.

د هند بل لوبغاړي محمد شامي، د غه لیګ د سږني سیزن تر ټولو ډېر ویکټ اخیستونکی شو. ده ۲۸ کسان سوځولي وو. دی هم د ګجرات په لوبډلې کې دي.

او د هند بل ځوان لوبغاړی یاشاسوي جایسوال بیا د دغه لیګ نوی رادبره کېدونکی ستوری ونومول شو. ده په ماشومتوب کې د سړک په غاړه چای خرڅول او په ډېرې سختۍ سره یې کرکټ ته ملا وتړله او دې حد ته يې ځان ورسوه.

د هند د کرکټ دا لوی تجارتي لیګ هرکال کې یو ځل کېږي. تېرکال د ګجرات لوبډلې دا اتلولي ګټلې وه. سږکال په دغه لیګ کې لس لوبډلې وې. په دې لیګ کې د هند او نړۍ سلګونه لوبغاړي لوبېږي او میلیونونه ډالر پانګونه په کې کېږي.

XS
SM
MD
LG