د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن څلورکلنه جگړه- د نړۍ ستر بشري ناورین


سیف د چلدرن: تیر کال په هره میاشت کې ٣٧ یمني ماشومان د بهرنيانو په بمونو کې مړه یا زخمي شوي
سیف د چلدرن: تیر کال په هره میاشت کې ٣٧ یمني ماشومان د بهرنيانو په بمونو کې مړه یا زخمي شوي

نړیواله خیره موسسه سیف د چلډرن د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ٢٧) په یو بیان کې چې اسوشیتد پرس ته لیږی ویلي چې پرون په د یمن په سادا سیمه کې په یوه روغتون د بمبارد له امله په اوو وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

عیني شاهدان وایي د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف الوتکې د یونیسف په ملاتړ په یوه روغتون باندې هوایي بمبارد کړی. د سادا د یوه اوسیدونکي په وینا درې مړي په بشپړ توگه سوځیدلي و او څه دپاسه لس نور لا د خاورو لاندې گیر و.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په یمن کې د شعیه حوثي یاغیانو په وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف جگړه څلور کلنه شوه.

سیف د چلدرن د دې اونۍ په پېل خبر ورکړی و چې تیر کال په هره میاشت کې ٣٧ یمني ماشومان د بهرنيانو په بمونو کې مړه یا زخمي شوي. دغه اداره په دې ډول بریدونو کې د پلټې غوښتنه کړې ده.

په یمن کې له ٢٠١۴ کال نه راپدې خوا چې حوثي یاغیانو پلازمینه صنعا ونیوله او د ولسمشر ابو ربه منصور حکومت یې نسکور کړ، کورنۍ جگړه روانه ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف له ٢٠١٥ کال نه راپدیخوا د حوثي شعیه یاغیانو په وړاندې جنگ کوي.

د راپورونو له مخې د یمن په څلور کلنې جگړې کې څه د پاسه لس زره خلک وژل شوي او ملگري ملتونه د یمن وضعیت د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران گڼلی.

ملگري ملتونه تخمین کړی چې هره ورځ په یمن کې لس ماشومان د لوږې له امله هغو ناروغیو څخه مړه کیږي چې د درملنې وړ دي.

د ملگرو ملتونو د احصایې له مخې د ٢٠١٥ کال نه راپدیخوا شاوخوا دوه میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تگ څخه پاتې دي. ملگري ملتونه د یمن جگړه د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین گڼلی.

دوه نیم زره نور چې ځیني حتی لس کلن دي په جگړې کې استخدام شوي دي. د نجونو ژوند هم له هلکانو بهتره ندی. په ځینو سیمو کې نجونې تر ١٥ کلنۍ مخکې واده شوي دي.

تیر کال د یونیسف د راپور په اساس دوه نیم زره ښوونځي ویجاړ شوي، د پوځي اهدافو یا د بې ځایه شویو خلکو لپاره کارول کیږي. د ماشومانو روغتیا د خوراک د نشتون او ناروغیو د خپریدو له امله د خطر سره مخ دی.

په تیرو څلورو کلونو کې خښ شوي ماینونه د یمن په ناخوالو کې وراضافه کړي.

په یمن کې د یونیسف لپاره د ماینونو د اقدام مرکز علي صالح ال شاعري وایي

"په یمن کې تخمیناً یو میلیونه ماینونه خښ دي."

ښاغلي شاعري زیاته کړه "هڅه کوو چې د پاکولو لپاره یې د ماین ایستلو پروژه عملي کړو څو خلک په مصؤنه توگه بیرته کورونو ته ستانه شي او لارې او سړکونه خوندي شي. مونږ تر اوسه ٣٥٠ زره ماینونه شنډ کړي دي."

د یمن په څلور کلنې جگړې کې ماشومان تر نورو ډیر اغیزمن شوي. سیف د چلدرن وایي د پنڅو کلونو ښکته تقریباً ٨٥ زره یمني ماشومان کیدای شي له لوږې مړه شوي وي.

تقریباً اتیا سلنه چې ٢۴ میلونه وگړي کیږي شدیدو بشري مرستو ته اړتیا لري او یو میلون د جگړو له امله بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG