د لاس رسي وړ اتصالات

چین اویغوریان د اسلام پرېښودلو ته اړ باسي


چین وایي دوی له بنسټپالنې سره مبارزه کوي
چین وایي دوی له بنسټپالنې سره مبارزه کوي

د چین حکومت اویغور مسلمانانو ته لارښونه کړې ده چې د ډوډۍ خوړل په "بسم الله" نه، بلکې د چین د ولسمشر په نوم پيل کړي.

په چین کې تر څار لاندې اویغورمسلماناتو ته امر کېږي چې هر ورځ "۱۲۶درواغ" تکرار کړي، د درواغو په دغه لست کې ځینې داسې دي: دین افیون دی، دین بد دی، باید په هېڅ مذهب باور ونه کړئ.

د دغو جملو په بدل کې مسلمانانو ته دا ورښودل کېږي:"پر کمونیست ګوند باور ولرئ، یوازې کمونیست ګوند تاسو روښانه راتلونکې ته سیخوي".

د شین جیانګ یو اوسېدونکي سمرقند، چې په دغه کمپ کې یې وخت تېر کړی دی، د امریکا «ان. پي. آر» راډیو ته ویلي دي چې دا کمپونه زندانونو ته ورته دي او مسلمانانو ته ویل کېږي چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د خدای د نوم پر ځای د چین د ولسمشر نوم واخلي.

د چین حکومت اویغور مسلمانانو ته ویلي چې ډوډۍ خوړل په بسم الله بلکې د شي جین پینګ په نوم پیل کړي
د چین حکومت اویغور مسلمانانو ته ویلي چې ډوډۍ خوړل په بسم الله بلکې د شي جین پینګ په نوم پیل کړي

​ښاغلی سمرقند وايي، چې په کمپونو کې مسلمانانو ته دا هم ښودل کېږي چې باید د چین پر ولسمشر درود ووايي او د کمونیست ګوند حماسي ترانه دې زمزمه کړي.

هغه وايي، د چین د انقلابي فرهنګ زده کول او بیا د دغو نورو زده کړو ازموینه ورکول په هغو "۱۲۶ درواغو" کې شامل دي چې په کمپونو کې اویغور مسلمانانو ته ښودل کېږي.

"د بنسټپالنې ضد مبارزه"

د چین حکومت چې د اویغور بېتلون غوښتونکي ترهګر بولي"د بنسټپالنې ضد مبارزه" تر نامه لاندې یې د شین جیانګ په ایالت کې یې اویغور مسلمانانو ته شرایط سخت کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، د شین ژیانګ په ایالت کې څه باندې یو میلیون مسلمانان جبراً د زده کړو کمپونو ته استول شوي چې د کمونیست ګوند په اړه معلومات ورکړل شي.

د اویغور د کنګرې مشردولقون وايي چې د چین حکومت له تېر کال راهېسې د اویغور مسلمانانو په ډېرو مذهبي مراسمو او فعالیتونو بندیز لګولی دی او هېڅ مسلمان حکومتي ‌کار کوونکی نشي کولی چې روژه ونیسي‌ او یا دې جومات ته ولاړ شي.

ښاغلی عیسی وايي، که کوم مسلمان په پټه روژه هم ونیسي، حکومت یې په غرمه کې یې اړ کوي چې ډوډۍ وخوري او خپله روژه ماته کړي.

په یو تازه اقدام کې چارواکو د شین ژیانګ په ایالت کې "حلال محصول" پر ضد کمپاین پيل کړی دی.

د چین څه باندې ۲۰ میلیون وګړي مسلمانان دي چې ډېر یې د شین ژیانګ په ایالت کې ژوند کوي او د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر حلال خواړه او حلالې غوښې خوري.

چین اویغور مسلمانان اسلام پرېښودلو ته اړباسي
چین اویغور مسلمانان اسلام پرېښودلو ته اړباسي

نړیوال غبرګونونه

د امریکا په ګډون کاناډا، فرانسې او جرمني د چین حکومت هڅولی دی چې د اویغور مسلمانانو لپاره جوړشوي کمپونه وتړي او د مسلمانانو ځپل دې هم بند کړي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یې له خپل جرمني سیال هایکو مس سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې نړۍ باید د شین جیانګ د ایالت په اړه پر "شایعاتو" باور ونه کړي.

رویټرز وايي چې ښاغلي وانګ یې وویل چې د شین جیانګ ایالت حکومتي چارواکي تر نورو حالت ښه درک کولی شي او هلته د بنسټپالنې پر ضد مبارزه د نړیوالې ټولنې په معیارونو برابر روانه ده.

XS
SM
MD
LG