د لاس رسي وړ اتصالات

چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چین ته د خپل پنځه ورځیني سفر وروسته د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ستون شو.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چین ته د خپل پنځه ورځیني سفر وروسته د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ستون شو.

چین ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د سفر په پاې کې دواړو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه د یو ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو ترڅنګ د تروریستي ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي په ګډون ددغو ډلو پر وړاندې د ټینګې مبارزې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ جون اتم (جوزا ۱۹) چین ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په تړاو د چین او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همغږۍ په زیاتیدو باندې د موافقې خبر هم ورکړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "دواړه خواوې له افغانستان څخه د ملاتړ او ددغه هیواد بشري او اقتصادي ګواښونو ته په بشپړ ډول د ځواب ویلو لپاره د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو غوښتنه کوي. د افغانستان لنډمهاله حکومت (طالبانو حکومت) د یو ټولشموله سیاسی چوکاټ د رامنځ ته کولو او د معتدلو پالیسو خپلولو، ګاونډیانو سره د ښه اړیکو تعقیبولو او د تروریستي اقداماتو لپاره د افغانستان د خاورې څخه د کار نه اخیستلو په ګډون د تروریزم په وړاندې د کلکې مبارزې لپاره هڅوي".

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هیوادونه به افغانستان کې د دوامداره پرمختګ سره د مرستې او په نړیواله ټولنه کې ددغه هیواد د ادغام لپاره خپل رغنده رول ولوبوي.

پاکستان او چین د افغانستان د خاورې څخه د ترهګرو ډلو د کار نه اخیستلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشت کې د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی وو او ددې سربیره دغه برید د یو افغان ځانمرګي پواسطه شوی وو، په برید کې کارول شوی موټر هم د برید ځای ته له افغانستان څخه وروړل شوی وو.

د مارچ د میاشتې د ۲۶ ورځې په دې برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې بې اساسه بللي دي.

چین ته د پاکستان د صدراعظم د سفر څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر کړی وو او د بشام د پيښې په اړوند یې د خپلو پټلنو پایلې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړې وې.

خود طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت د دغو پلټنو نتیجه رد کړې ده چې په کې ویل شوي چې په بشام کې په چینایي انجینرانو باندې برید د هغو وسله والو کار و چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مې په ۳۱ ( جوزا ۱۱) وویل چې افغانستان په پاکستان کې د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۶ مې برید سره هیڅ کار نلري او پدې یې ټینګار وکړ چې دا د ګاونډي هیواد پاکستان کورنۍ مسله ده او هغوی یې باید چاره وکړي.

ښاغلي مجاهد د طلوع تلویزیون سره په مرکې کې د پاکستان د حکومت د پلټنو په هکله وویل، "د پاکستان لخوا خپور شوی راپور د افغانستان او چین تر منځ د باور زیانمن کولو یوه هڅه ده".

په ورته وخت کې د چین او پاکستان له خوا په افغانستان کې د ټولشموله سیاسي چوکاټ د رامنځ ته کیدود غوښتنې سره هممهاله افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د شنبې په ورځ جون اتم ( جوزا۱۹) په تهران کې د افغانستان په تړاو د سیمیزې ډلې د غونډې په پاې کې په دغه هیواد کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړې ده.

کاظمي قمي وویل چې د طالبانو حکومت باید د ایران دا سپارښتنې په خپلو چارو کې مداخله ونه ګڼي. هغه وویل چې ایران دا ډول سپارښتنې د خیر غوښتنې په نیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تهران په غونډه کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ددغه حکومت استازو په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي د شنبې په ورځ جون اتم (جوزا ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په تهران کې د روسیې او چین د استازو په ګډون د افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې د غونډې په اړه ویلي چې ددې غونډې څلورو ګډون کوونکو دغې غونډې ته جلا جلا نومونه ورکړي.

خو ښاغلي جلالي په دې غونډه کې د نه ګډون د علت په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو ورځو کې د ایران د مشهد په ښار کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان د قونسلګرۍ د یو دپلومات د ایسته کولو په مسله د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د اختلاف په اړه په رسنیو کې راپورونه ورکړل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG