د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ژر تر ژره ازادې شي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی د افغانستان له ګاونډیانو سره ګډ کار کوي چې افغانانو ته د بشري مرستو رسول چټک شي. دغه وزارت همدغه راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه هم کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن دوشنبه مارچ اوومه (کب ۱۶) په بیجینګ کې یو خبري کنفرانس ته د خبرو په مهال واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې وویل: «افغانستان له کړکیچ څخه نظم ته په انتقال کې دی.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول، د جمهوریت نظام نسکور او لسګونه زره خلک له افغانستان څخه ووتل او له افغانستان سره مستقیمي نړیوالې مرستې بندې شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «متحده ایالتونه له افغانستان څخه په غیر مسولانه ډول ووته، افغانان یې خطرناک بشري بحران ته پرېښودل او د سیمې لپاره یې لویې امنیتي ننګونې وزېږولې.»

ولسمشر جوبایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو د پرېکړې ننګه کړې ده او ټېنګار یې دا و چې نه یې غوښتل دا شل کلنه جګړه د امریکا بل ولسمشر ته هم انتقال شي.

امریکا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړي دي، چارواکي وايي دا کار یې ځکه کړی دی چې دا شتمنۍ د ترهګرو افرادو او تروریستي‌ سازمانونو لاس ته ورنشي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ لي د امریکا د متحدو ایالتونو له مقاماتو وغوښتل چې « په امریکا کې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې ژر تر ژره پرېښودل شي او له قید او شرط پرته دې افغانانو ته د هغوی د انتقال لپاره مختلف یو اړخیز بندیزونه هم لېرې کړل شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې چین د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه کوي. تر دې مخکې د پاکستان د صدراعظم عمران په بېجېنګ له خپل چینايي سیال سره یو ځای د دغو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه کړې وه.

څه موده مخکې ولسمشر جوبایډن د یو فرمان په خپرولو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان د ملي بانک له کنګول شویو شمتنیو څخه دې درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د برید قربانیانو کورنیو ته ځانکړي شي. خو چارواکي وايي ‌چې په دې اړه به محکمه نهايي پرېکړه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي بایډن دا پرېکړه وغندله. د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې دا «غیرمنطقي او غیر عادلانه» پرېکړه او «تېروتنه» ده.

دا سازمان ویلي وو چې د امریکا د سپتمبر د پېښې د قربانیانو کورنۍ د وحشتناکو جرایمو له کبله «عدالت، جبران او حساب» غواړي،‌ خو په خبره یې دا پېسې د هغو خلکو نه دي ‌چې دا جرایم او بریدونه یې کړي،‌ بلکې دا د افغانستان د خلکو شتمنۍ دي، «هغه خلک چې اوس یې ډېر په نس وږي» دي.

ملګري ملتونه وايي چې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې بې وزلي‌ زیاته شوې ده او د دغه هېواد ۹۷ سلنه نفوس د ورځې تر دوو ډالرو په کم عاید باندې پايي او تر پنځو کالونو کم په هر دوو ماشومانو کې یې یو سو تغذی دی.

XS
SM
MD
LG