د چین حکومت د هیواد د نفوس د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر خپله سخت دریځه تګلاره بدله کړه.
د چین حکومت اعلان وکړ چې له دې وروسته یوه کورنۍ کولای شي درې ماشومان ولري. تر دې مخکې د دوو ماشومانو د زېږولو او لرلو اجازه وه.
د چین دولتي اژانس سینهوا په خپل راپور کې ویلي دي چې دا پرېکړه د ولسمشر ژي جینپېنګ په مشرۍ د سیاسي بیرو په غونډه کې شوې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې یوې سروې وښودله چې د نفوس له پلوه د نړۍ پدې تر ټولو لوی هېواد کې د زېږون کچه په ډراماتیک ډول کمه شوې ده.
د سینهوا په راپور کې راغلي دي: «د زېږون د تګلارې د لا پراخولو لپاره، (حکومت) به دا تګلاره عملي کوي چې یوه واده شوی میړه او ښځه کولی شي درې ماشومان وزېږوي»
په راپور کې راغلي دي چې په دغې تګلارې کې به «حمایتي اقدامات» د چین د نفوس په جوړښت، بشري سرچینو په تمویل او نورو اړوندو برخو کې مهم رول لوبوي. په راپور کې ویل شوي نه دي چې دا «حمایتي اقدامات» څه دي.
د حکومت د دغې تګلارې اعلان په چینایانو کې مثبت او منفي غبرګونه پارولي دي. ځینو د دغه اقدام هرکلی کړی دی او ځینو نورو ویلي دي چې درې ماشومان ساتل ستونزمن دي.
رویټرز وايي چې په چین کې د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي لیکلي دي: «که پنځه میلیون یان (۷۸۵۶۵۰ ډالر) راکوئ، زه به درې ماشومان پيدا کړم.»
چین په ۲۰۱۶ کې د زېږون په تګلاره کې بدلون راوست او کورنیو ته یې اجازه ورکړه چې دوه ماشومان لرلی شي. تر دې مخکې هرې کورنۍ ته د یو ماشوم د زېږولو او لرلو اجازه وه.
په چین کې له دغې تګلارې وروسته نفوس مخ په کمېدو شو، ځکه چې خلکو ته ستونزمن دي چې په اقتصادي لحاظ دوه ماشومان ولري او وروزي.
په چین کې له ۱۹۵۰ راپدیخوا نفوس تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلی چې ۱.۴۱ میلیارد کیږي.