د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره د چین خبرې به گټه وکړي؟


"د چین د اقتصادي دهلیز په خبرو کې د بلوڅ ملت پالو او وسله والو ډلو سره خبرې کول کیدی شي بلوڅ مشران پدې قانع کړي چې په دغه پروژې کې خنډونه جوړ نه کړي."

دغه څرگندونې بلوڅ خبریال او په واشنگټن کې د بلوچستان مرکز مشر ملک سراج اکبر د فائننشلز ټایمز د هغه رپورټ په اړه امریکا غږ ته کړي چې وایي چین د تیرو پنځو کلونو نه د سي پیک یا د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز لپاره د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره پټې خبرې کوي.

هغه وویل چې چین پدې پوهه شو چې د بلوڅانو سره خبرې مهمې دي. "په پاکستان کې د چین سفیر اول دا ویلي و چې هغوي په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو د فعالیتونو په هکله هیڅ اندیښنه نه لري خو بیا داسې رپورټونه خپاره شول چې هغوي د ځینو بیلتون غوښتونکو سره خبرې کوي."

فائننشلز ټایمز د یو پاکستاني حکومتي چارواکي له قوله لیکلي (چې نوم یې ندې څرگند کړی) چین په دی اړه ډیر پرمختگ کړیدی.

د پاکستان حکومت تراوسه د دغې رپورټ په هکله څه ندي ویلي خو په دغه ملک کې د نړیوالو چارو کاروپوه ظفر جسپال د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې دې فکر نه کوي چین به د پاکستان د حکومت د اجازې نه پرته دغه کار کړی وي. هغه وویل "چین په پاکستان کې په ملیاردو ډالره مصروفوي نو باید چین پدې پوهیږي چې د ځایي خلکو سره تماس ضروري دی."

د اقتصادي چارو کارپوه عابد سلهري وایي چې دا خبرې به څنگه کیږي ځکه چې چین د دې جوگه ندی چې د بلوڅ وسله والو ډلو سره مستقیم تماس ونیسي. هغه زیاته کړه چې که ځینې هغه کسان چې پاکستان پرې باور کوي، که چیرته په دغو خبرو کې کومک کوي تو دا به مثبت اثر ولري.

ښاغلی سراج اکبر بیا د سلهري سره موافق ندی، هغه وایي چې د بلوڅ وسله والو ډلو مشران زیاتره په بهرنو ملکونو کې ژوند کوي او یا په دغو ډلو نفوذ لري.

د یادونې وړ ده په بلوچستان کې دا وخت شاوخو پنځه یا د پنځو نه زیاتې بلوڅ وسله والې ډلې د حکومت ضد فعالیتونه کوي چې د الله نظر د بي ایل ایف ( بلوچستان لبریشن فرنټ) ډله دا وخت د وسله والو ډلو ترمنځ د تر ټولو زیاته فعاله ډله ده.

ملک سراج اکبر وویل چې د چین د دغو ډلو سره مسقېمې خبرې وکړي نو کیدی شي بلوچ مشران پدی قانع شي او پدې پروژې کې د خپلو گټو فکر وکړي. هغه زیاته کړه " بلوڅانو مدام دا خبره کړیده چې چین دې ورسره مستقېمې خبرې وکړي ځکه چې هغوي غواړي چې د یوې ډلې په توگه وپیژندل شي او نه دا چې پاکستان د هغوي پر ځاې د چین سره خبرې وکړي."

چین تیره میاشت د پاکستان نه دا هم غوښتي و چې په دغه ملک کې د چین اتباعو د خوندیتوب لپاره گامونه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دوه تنه چینایان چې ښځه او میړه و، د تیر کال د جون په میاشت کې په کویټه کې برمته او ووژل شول. د اسلامي دولت ډلې بیا د دغو کسانو د وژلو مسولیت ومانه.

د چین پاکستان اقتصادي دهلیز یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې چین به پکې په پاکستان کې د ٦٠ ملیاردو ډالره سرمایه گزاري کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG