د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې د شپږو هیوادونو د پارلیماني مشرانو غونډه پای ته ورسیده


د پاکستان په کوربه توب د سمېی د پینځو ملکونو افغانستان ،روسېې ،چین ،ایران اوترکېې د پارلیمان مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې گډون نه پس په اعلامیه کې ویلي چې دوي په سوریه او عراق کې د داعش د ماتې هرکلی کوي او دا غواړي چې باید د دې گواښ دایمي مخه ونیول شي چې داعش د سیمې د ملکونو امنیت ته ستر خطر دی.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې موږ د هر داسې پریکړې مخالفت او غندنه کوو چې بیت المقدس جغرافیه حیثیت او تشخص ته تغیر ورکوي. د بیت المقدس په اړه باید ملگرو ملتو د پریکړو په اساس وشي.

د غونډې په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دوي سورېې د شخړې په اړه د استانې د پروسې ملاتړ کوي او غواړي چې د سورېې د کشالې یو سیاسي او دایمي حال پیدا شي،چی واک ېې د سورېې د خلکو په لاس او د ولس په خوښه وي. همداراز اعلامیه کې د کشمیر په مسله هم د ملگرو ملتو د امنیت شورا د لارې د پاکستان او هند ترمنځ د سوله ایزو حل غوښتنه شوې.

د اوویشت مادو په دې اعلامیه کې د شپږو واړو ملکونو د پارلیمان مشرانو دا ژمنه کړیده چې دوي به د سیمې د سولې او اقتصادي ودې دپاره په شریکو برنامو کار او همکاري کوي او هڅه به کوي چې خپلو کې شته شخړې د سولې د خبرو دمذاکراتو د لارې حل کړي او د خپلو ولسونو د ښه ژوند دپاره هرې لارې چارې باندې زیار وباسي.

غونډه کې د افغانستان د هېت مشري د ولسي جرگې مشر ښاغلي عبدالروف ابراهیمي کړېده.

XS
SM
MD
LG