د لاس رسي وړ اتصالات

چین په کابل کې لس زره کورونه جوړوي


ټاکل شوې چې ددغو زرګونو کورونو د جوړولو کار تر راتلوونکو دریو کلونو بشپړ شي
ټاکل شوې چې ددغو زرګونو کورونو د جوړولو کار تر راتلوونکو دریو کلونو بشپړ شي

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د چین هیواد د دریو کلونو په موده کې د دغه هیواد پلازمینې کابل کې د استوګنې لس زره کورونه جوړوي.

په دې خبرپاڼه کې د ښار جوړونې د وزیر سید سعادت منصور نادري له قوله ویل شوي، د استوګنې دا کورونه به لږ ځای، ارزانه بیه او اوږدمهالو قسطونو جوړ او هغو کسانو ته به ورکړل شي چې کورونه نه لري.

د دغه وزارت د مطبوعاتو سلاکار عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل، چې دا پروژه به د دوه میلیارد چینايي ین په ارزښت په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړه شي.

هغه وویل " د چین جمهوري دولت له خپلو بلاعوضو مرستو څخه له لسو زرو څخه زیات کورونه په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کابل ښار کې جوړوي، او دا به د هغو اشخاصو او افرادو ستونزې لرې کړي چې کورونه نه لري.

د ښاغلي ابراهیمي پر وینا، دا کورونه به د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د آپارتمانونو په بڼه جوړ او پر دولتي او غیر دولتي کارکوونکو به وویشل شي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې د پلي کولو د څرنګوالي لپاره به د افغانستان د ښار جوړونې وزیر په نږدې راتلونکې کې چین ته سفر وکړي.

هغه وویل "ټاکل شوې چې د ښار جوړونې وزیر د چین هیواد ته سفر وکړي، او د دې پروژې د پیل پر جزئیاتو به له چینايي لوري سره خبرې وکړي چې څه وخت او د کابل او نورو ښارونو په کومو سیمو کې دا پروژه عملي شي‌، اوس مخکې له وخته ده چې دا ووایم خو په راتلونکو څوو میاشتو کې به دا په ډاګه شي چې کله به کار پیل شي او د کوم پروسیجر له مخې به دا وویشل شي.

د ښار جوړونې وزارت مطبوعاتي سلاکار د دې پروژې پلي کول، په افغانستان کې د استوګن ځایونو د نشتوالي د ستونزې په لرې کولو کې لوی ګام وباله او و یې ویل چې په دې سره به د خلکو د بې سرپناهۍ ستونزه له مخې پورته شي.

د ښاغلي ابراهیمي پر وینا د کور جوړونې په برخه کې د پخواني شوروي له مرستو وروسته دا دویمه لویه پروژه ده چې په افغانستان کې پلې کیږي او له مخې به یې هغه اړ کسان د کورونو خاوندان شي چې اوسمهال بې کوره دي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې په تیرې یوې لسیزي کې له سل میلیارد زیات امریکايي ډالر په افغانستان کې ولګول شول خو د بیوزلو افغانانو پر ژوند یې مثبته اغیزه نه درلوده.

په وروستیو کلونو کې اکثره افغانان له کلیو او بانډو څخه ښارونو ته کډه شوي او د ځمکې د بیې د لوړوالي له امله داوږدې مودې لپاره په کرایي کورونو کې ژوند کوي.

له دې مخکې هم متحده عربي اماراتو د کابل ښار په قصبه کې د ۳۳۳۰ آپارتمانونو د جوړولو اعلان کړی وو چې دا پروژه لا هم تر کار لاندې ده او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG