د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د چین رهبریت دموکراتو هېوادونو ته ګواښ دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ جولاۍ۲۱ (چنګاښ۳۱) په لندن کې د نړۍ هېوادونه د چین د کمونست ګوند پر ضد اقداماتو ته وهڅول.

ښاغلي پمپیو د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او نورو چارواکو سره له ملاقات وروسته چین یو "ګواښ" وګاڼه.

نوموړي ‌وویل چې امریکا غواړي هغه هېوادونه بریالي وي چې د دموکراسۍ او ازادي په ارزښت پوهېږي او دا خپلو خلکو او خپل حاکمیت ته مهم ګڼي.

هغه وویل: "دا هېوادونه باید د چین د کمونست ګوند ګواښ درک کړي. دوی باید ګډ او له نورو سره کار وکړي او هغه څه چې زموږ دي،‌ بېرته را وګرځول شي."

له هغه وروسته چې چین په هانګ کانګ کې نوي امنیتي قانون پلی کړ، له لویدیځو هېوادونو سره یې اړیکې خرابې شوې.

په دغه ترڅ کې بریتانیا تېره اونۍ د چین له «هواوي» شرکت څخه د ۵-جي‌ تکنالوژۍ د وسایلو پېرودل لغوه کړل.

ولسمشر ټرمپ د «هواوي» په شرکت باندې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن د بندیز پرېکړه وستایله او وویل چې هغه پر لندن فشار راوړی و چې له چین سره د کروناویرس د موجوده اندېښنو په غبرګون کې دا کار وکړي.

بریتانیا همدغه راز د چین د نوي امنیتي‌ قانون په غبرګون کې له هانګ کانګ سره د «تورنو کسانو د استرداد تړون» وځنډوه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب وویل چې په هانګ کانګ کې د چین سخت امنیتي‌ قانون او په دغه هېواد کې د بشري حقونو او په خاص ډول د اویغور مسلمانانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو ادعاو خواشینی کړی دی.

امریکا، استرالیا او کاناډا هم له هانګ کانګ سره د «تورنو کسانو د استرداد تړونونه» ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG