د چین په یو مشهور رستوران کې د خوړو په دیګ کې د یو کس لخوا د متیازو کولو ویډیو غبرګونونه پارولي او د رستوران چلوونکو ویلي چې خپلو زرګونو مشتریانو ته تاوان ورکوي.
په دغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې، د شانګهای ښار د هایډیلاوی رستوران دننه یو ځوان ښکاري چې د ښوروا په دیګ کې متیازي کوي.
دغې ویډیو د ټولنیزو شبکو د کاروونکو سخت غبرګون پارولی او د چین په مشهور رستوران کې د خوړو د مصئونیت او نظافت نه مراعت کېدو له کبله په قهر شوي دي.
د هایډیلاو رستورانونو شبکې مسئولینو د چهارشنبې په ورځ دا پېښه تائید کړه، او ویې ويل چې له دې کبله "بخښنه غواړي" او د خلاف کارۍ کوونکو پر ضد محکمې ته عریضه کوي.
ددې شبکې په اعلامیه کې راغلي: "د فبروي ۲۴مې په سهار، دوو کسانو په شانګهای کې د هایډیلاو د څانګې په یوه شخصي کوټه کې له ډوډۍ خوړلو وروسته د ښوروا په دیګ کې متیازې وکړې."
په اعلامیه کې زیاته شوې: "دا چې د رستوران کارکوونکو ته د داسې پیښو سره د چلند روزنه نه وه ورکړل شوې، هغوی نه وو توانېدلي چې مخنیوی یې وکړي او د رستوران د چاپیریال د پاک ساتلو لپاره اقدام وکړي."
شاوخوا ۴۱۰۰ هغو کسانو ته د تاوان ورکولو اعلان شوی چې د فبروري د ۲۴ او مارچ اتمې ترمنځ یې په دغه رستوران کې ډوډۍ خوړلې. هغوی ته د ډوډۍ د قیمت لس چنده زیات تاوان ورکول کیږي.
د شانګهای پولیسو ویلي چې د ټانګ او وو په نوم دوه ۱۷ کلن ځوانان یې په دې تړاو نیولي دي.
د چین هایډیلاو رستوران د خوندورې ښوروا او ښه خدماتو لرلو له کبله مشهور دی او په وروستیو کلونو کې د رستورانونو دغې شبکې د متحده ایالاتو، بریتانیا او جاپان په ګډون په څو نورو هېوادونو کې هم څانګې پرانیستي دي.
په چین کې د خوړو د پاکوالي په اړه له دې وړاندې هم اندېښنې ښودل شوې وې. په ۲۰۰۸ کې په چین کې تولید شویو د ماشومانو لپاره ککړو شیدو سلګونه زره ماشومان ناروغان کړل. د لږ تر لږه شپږو ماشومانو مړینه هم ددغو شیدو سره تړل شوې ده.
د چین مقاماتو له هغه راهیسې د خوړو د مصئونیت په برخه کې اقدام کړي دي خو بیا هم په رستورانونو کې د نظافت د نه مراعت کېدو پیښې وخت په وخت رامنځته کیږي.
د چینايي رستورانونو یوې بلې شبکې په روانه اونۍ کې وروسته له هغه بخښنه وغوښته چې په دولتي رسنیو کې وښودل شول چې دغه رستورانونه وراسته شوي خوراکي مواد استعمالوي او له مشتریانو څخه پاتې شوې غذا پلوري.
فورم \ دبحث خونه