د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ لومړنی درې قاته موبایل تلیفون څه ځانګړنې لري؟


د چین د هواوې شرکت ددې موبایل تلیفون قیمت ۲۸۰۰ ډالر دی چې د نوي ایفون له قیمت څخه درې چنده زیات دی.
د چین د هواوې شرکت ددې موبایل تلیفون قیمت ۲۸۰۰ ډالر دی چې د نوي ایفون له قیمت څخه درې چنده زیات دی.

چینايي شرکت هواوې سه شنبې سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) د نړۍ د لومړني درې قاته موبایل تلیفون څخه پرده پورته کړه چې قیمت یې له نوي ایفون څخه درې چنده زیات دی.

له دې څو ساعته وړاندې د متحده ایالاتو د اپل شرکت ایفون ۱۶ بازار ته وړاندې کړ چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو ډېره وړتیا لري.

د نړۍ لومړنی درې قاته موبایل "مېټ ایکس ټي" د هواوې شرکت د عمومي رئیس ریچارډ یوو لخوا د چین په جنوبي ښار شینژین کې ددغه شرکت په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو.

ددغه تلیفون د لوړ قیمت سره سره، شاوخوا درې میلیونو خلکو ددې ګرځنده تلیفون د پېرلو لپاره نومونه راجستر کړي دي.

د "مېټ ایکس ټي" تلیفون قیمت ۲۸۰۰ ډالر دی چې د ایفون ۱۶ له قیمت څخه درې چنده زیات دی او دا تلیفون به د سپتمبر په ۲۰ بازار ته وړاندې شي.

د اپل شرکت ایفون ۱۶ بازار ته وړاندې کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو ډېره وړتیا لري.
د اپل شرکت ایفون ۱۶ بازار ته وړاندې کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو ډېره وړتیا لري.

ددې موبایل وزن ۲۹۸ ګرامه ده او که په بشپړ وغوړول شي، ۲۶ سانتي متره ټابلیټ ورڅخه جوړیږي.

ریچارډ یوو د پرانیستنې په مراسمو کې وویل: "دا د نړۍ لومړنی درې قاته تلیفون دی. موږ ددې تلیفون په زیاتې اندزې تولید او اعتبار اړوند مشکلاتو د حل کولو ډیر زیار ګاللی دی."

له ایفون سره سیالي

له دې یوه ورځ وړاندې اپل شرکت له ایفون ۱۶ څخه پرده پورته کړه. یو شنونکي وویل چې د چینايي درې قاته تلیفون د لوړ قیمت له کبله ممکن د پېرلو په برخه کې له ایفون سره سیالي ونکړای شي.

د کاونټرپواینټ موسسې د څېړنو د برخې مسئول ایتان کي وايي، د ایفون د پلور پر مارکېټ به ددې تلیفون اغېز "خورا محدوده" وي.

خو نور څېړونکي وايي چې دا تلیفون به د عصري ځیرکو تلیفونونو په مارکېټ کې د هواوې ونډه پیاوړې کړي.

د کانالیس موسسې څېړونکي ټوبي ژو وویل ددې تلیفون له وړاندې کولو سره به هواوې "د قات کېدونکو تلیفونونو په برخه کې د پیرونکو ترمنځ پیاوړی ځای ونیسي."

ژو همدارنګه ډاډمن دی چې ددې تلیفون لوړ قیمت به د هغو پیرونکو لپاره ستونزه نه وي چې د هواوې شرکت ددغو تلیفونونو لپاره په نظر کې نیولي دي. هغه وویل چې "په چین کې د نامساعده عمومي اقتصادي وضعیت سره سره، په چین کې داسې بډای پیرونکي ډیر دي چې د پیرلو توان یې لوړ دی."

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د صنعت په برخه کې د سیالۍ له کبله اغېزمن شوی هواوې شرکت یو مهال د چین ترټولو ستر د ځايي ځیرکو تلیفونونو وړاندې کوونکی وو.

خو دا شرکت اوس په چین کې د تلیفونونو جوړولو څلورم ترټولو ستر شرکت دی چې د کانالیس موسسې د راپور له مخې، په تیرو څلورو میاشتو کې یې څه باندې ۱۰ میلیونه موبایل تلیفونونه پیرلي دي.

د امریکا د بندیزونو له کبله امریکايي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي نشتوالي ددغه شرکت تولیدات اغېزمن کړي خو تېر کال یې په تولیداتو کې په حیرانوونکې توګه پرمختګ وروسته له هغه رامنځته شو چې د ځايي جوړو شویو چیپونو په مټ تیار شوي موبایل تلیفونونه یې بازار ته وړاندې کړل.

هواوې په چین کې د قات کېدونکو تلیفونونو ترټولو ستر پلورونکی دی چې د ۲۰۲۴ په لومړۍ نیمايي کې دا ډول نیمايي تیلفونونو دغه شرکت پلورلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG