د لاس رسي وړ اتصالات

 چين د منځنۍ اسیا د هیوادونو د سرمشریزې کوربه دی


د چین ولسمشر شي جینپینګ
د چین ولسمشر شي جینپینګ

د چین ولسمشر شي جینپینګ، چې د سیمه ایز اقتصادي نفوذ په لټه کې دي، نن پنجشنبې د مې ۱۸ (غوايي ۲۸) د منځنۍ اسیا هېوادونو سرمشریزه پرانستله.

دغه ناسته پداسې حال کې کیږي، چې د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو (جي-۷ ) مشران نن پنجشنبې د جاپان هیروشیما ته ورسیدل چې د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو او د چین د "اقتصادي ګواښ" څخه په ژغورنه خبرې وکړي.

بلخوا بیجینګ وايي چې ددغه هېواد په لرغوني ښار "شیان" کې د منځنۍ اسیا هېوادونو دغه سرمشریزه "خورا زیات اهمیت" لري.‌

له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د چین د رسمي اړیکو له پیل راهیسې دا په تیرو ۳۱ کلونو کې لومړی ځل دی چې داسې یوه سرمشریزه جوړیږي.

بیجینګ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې له قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان سره سوداګري یې ۷۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې او د تیر کال د همدې وخت په پرتله، ۲۲ سلنه زیاتوالي ښيي.

همداراز، د منځنۍ اسیا هېوادونه د شي جینپینګ " د يو کمربند او يوې لارې" پروژې لپاره له خورا زیات اهمیت څخه برخمنه ده.‌

شي جینپینګ "د يو کمربند او يوې لارې" پروژې له لارې چې د ۲۰۱۳م کال د نومبر په میاشتې کې یې پرانستله، په نړۍ کې د چین د نفوذ د پراخولو په لټه کې دی.

چین چې په نړۍ کې د انرژۍ دوهم لوی مصرف کونکی هېواد دی، په منځنۍ اسیا کې د طبیعي ګازو د زیرمو د نل لیکې لپاره په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

شنونکو د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې ددې اوونۍ په سرمشریزه کې ښايې د شپږو میلیارده ډالرو په ارزښت د چین - قرغیزستان - اوزبیکستان د اورګاډي پټلۍ او د منځنۍ اسیا څخه چین ته د ګاز نل لیکې د غځولو په ګډون، د دې پراخې شبکې د لا پراخولو لپاره چې له ډیرې مودې راهیسې یې کار ځنډیدلې، د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وشي.

نړیوال اقتصادي مشرتابه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د چهارشنبې په ورځ له خپل چيني سیال سره په لیدنه کې د دې "ځانګړي" پروژې ستاینه وکړه.

د چین ولسمشر شي جينپينګ د پنجشنبې په ورځ د قرغزستان له ولسمشر صدر جباروف سره د لیدو پر مهال وویل، چې "چين غواړي له قرغیزستان سره د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ، ګډې سوکالۍ او ګډې راتلونکې د جوړولو لپاره کار وکړي. "

نوموړي بیا د اوزبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان له مشرانو سره وکتل او د دوی ترمنځ یې د نږدې اړیکو هرکلی وکړ او د اقتصادي او کلتوري تبادلو د پراختیا ژمنه یې وکړه.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، شي جينپينګ ته وویل: "ستاسو تګلارې به په نږدې راتلونکي کې د یوه پرمختللي سوکاله سوسیالیستي دولت د پرمختګ او د نړۍ د پیاوړي اقتصادي رهبرۍ ډاډ ورکړي."

ټاکل شوې ده چې سبا جمعه د مې ۱۹مه ( غوايي ۲۹) په یوه مطبوعاتي ناسته کې شپږ واړه ولسمشران ګډون وکړي او یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

مخ پر زیاتیدونکي نفوذ

د دې اونۍ سرمشریزه هم په داسې حال کې ترسره کیږي چې له یوې خوا بیجینګ په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل له امله په پخواني شوروي هیوادونو کې د تشو د ډکولو لپاره هڅه کوي – او له بلې خوا شي جینپینګ په دې لټه کې دي چې ځان د یو نړیوال سیاستوال په توګه چې د خپلو پولو هاخوا د چین نفوذ پراخولو ته لیواله دی، معرفي کړي.

د امریکا د بکنیل پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو استاد ژیکون ژو د فرانس پرس اژانس ته وویل، "شي جینپینګ به ځان د یو داسې مشر په توګه معرفي کړي چې کولی شي نړیوال پرمختګ او سولې ته وده ورکړي."

هغه وویل، دا سرمشریزه د جاپان په هیروشیما کې د جي-۷ د غونډې سره هم مهاله دي. هغه زیاته کړه، ښايې د جي-۷ د سرمشریزې منځپانګه "په ټوله نړۍ کې د چین مخ په زیاتیدونکي نفوذ څخه مخنیوی وي".

خو نوموړي وویل: "ډپلوماتیک او ستراتیژیک اهمیت باید په تېټه سترګه ونه کتل شي. "

XS
SM
MD
LG