چینايي انجنیرانو او د طالبانو د حکومت چارواکو د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري درېیمه) د افغانستان د لوګر په ولایت کې د مس عینک د کان د کیندنې عملي چارې پیل کړې.
مس عینک په نړۍ کې د مسو دوهم تر ټولو ستر کان دی چې د کیندلو چارې یې د جګړو له کبله د تیرو ۱۶ کلونو راهیسې ځنډېدلې وې.
سروې کوونکي اټکل کوي چې په دغه کان کې د مسو اندازه ۱۱.۵ میلیون ټنو ته رسیږي. مس د بریښنايي وسایلو په جوړولو کې استعمالیږي او په وروستیو وختونو کې یې بیه لوړه شوې ده.
د چین یو دولتي شرکت په ۲۰۰۸ کې د درې میلیارد ډالرو په ارزښت ددغه کان د کیندلو قرارداد ترلاسه کړ خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله یې کار ځنډېدلی وو.
د چهارشنبې په ورځ بلډوزرونو کان ته د غځېدلي سرک کار پیل کړ چې ټاکل شوې ده د جوړولو چارې یې د راتلونکي میلادي کال تر پیل پورې بشپړې شي.
د کان د کیندلو د عملي کار د پرانیستنې په مراسمو کې د طالبانو چارواکو او له چین څخه ورغلیو ډپلوماتانو او سوداګرو برخه لرله.
په اقتصادي چارو کې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر د غونډې ګډونوالو ته وویل: "د پروژې په تطبیق کې ضایع شوی وخت باید په چټک کار کولو سره تلافي شي."
د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې د طالبانو حکومت لیوالتیا ښودلې چې د افغانستان له پراخو کانونو او نورو طبیعي زیرمو څخه ګټه پورته کړي.
د طالبانو چارواکو ویلي چې د چین د فلزاتو ګروپ شرکت (MCC) لخوا د کان څخه د مسو ایستلو پیل به ښايي شاوخوا دوه کاله وخت ونیسي.
د مسو بیې د می په میاشت کې د ریکارډ کچې ته ورسېدې او شنونکي وايي چې د بریښنایی موټرو زیاتوالی، د بادي توربینونو او د بدیلې انرژۍ د تولید د نورو طریقو پراختیا او مصنوعي هوښ چې د ډیټا پر مرکزونو تکیه لري، د مسو بیې په لوړه بیايي.
د نړۍ له نیمايي زیات مس په چين کې استعمالیږي.
چین د ګوتو په شمار هغو هېوادونو کې شامل دی چې د طالبانو د بیاواکمن کېدو پر مهال یې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او د څېړونکو په باور، بیجینګ د ګټورو پروژو د لټون لپاره په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي.
د امریکا جیولوژیکي سروې د افغانستان د هغو کانونو ارزښت چې تراوسه ندي کیندل شوي، یو تریلیون ډالر اټکل کړی دی.
امنیتي خنډونه
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ د مس عینک د عملي کار د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي.
که څه هم په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی، د اسلامي دولت (داعش) ډلې په دغه هېواد کې پر بهرنیانو څو بریدونه کړي دي.
په ۲۰۲۲ کې د کابل په یو هوټل باندې د وسله والو په برید کې د چین لږ تر لږه پنځه اتباع ټپیان شول.
د مس عینک د کیندنې د عملي کار د پرانیستنې مراسم د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په داسې حال ترسره شول چې طالب چارواکو په وار وار ددې پروژې د کارکوونکو د ساتنې ژمنې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه