د لاس رسي وړ اتصالات

چین سبا د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي


د چین د بهرنیو چار وزارت وایي، ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دریمه غونډه سبا په هغه هیواد کې پيل شي.

د چین د بهرنیو چار وزارت ویاند وانګ ونبین د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) خبریالانو ته وویل چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې به دپاکستان، روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون وکړي.

ښاغلي ونبین زیاته کړې چې دغه غونډې ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم بللی شوی دی او ترڅنګ به یې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران هم د مېلمه په توګه ګډون وکړي.

ښاغلي ونبین همدارنګه وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ریاست په غاړه ولري.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په داخل او بهر کې د افغانستان خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي چې په وینا یې زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې هیواد یې علاقه لري د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو اجماع تر سره شي او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او په دغه هیواد کې د ثبات ټینګېدو په اړه بحثونه وکړي.

هغه زیاته کړه:"د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې (د افغانستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه) په کوربتوب سره، هیله مند یو چې ستونزې او د افغانستان د خلکو اړتیاوې زیاتې درک کړو،د افغانستان په اړه به د ګاونډیو هیوادونو اندېښنې مطرح کړو."

تر چین مخکې د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان په کوربتوب تر سره شوې وه چې په هغه کې د ایران، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

تر هغه وروسته د یاد بهیر دوهمه غونډه د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د ایران په کوربتوب تر سره شوه چې په هغه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کړی و. په هغه غونډه کې په افغانستان کې پر ټوله شموله حکومت ټینګار شوی و.

له افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو او پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته چین د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره د دوستانه اړیکو ټینګولو علاقمندي پیدا کړې ده.

دا په داسې حال کېده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د روانې میاشتې پر ۲۴مه نېټه په یو نااعلان شوي سفر کابل ته لاړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

XS
SM
MD
LG