د لاس رسي وړ اتصالات

د اردوغان څرگندونې د استرالیا کلک غبرگون راپارولی


ولسمشر اردوغان د گالیپولي د جگړې د ١٠۴ کلیزې په مناسبت وینا کې استرالیا او نیوزیلنډ ته خبرداری ورکړ.
ولسمشر اردوغان د گالیپولي د جگړې د ١٠۴ کلیزې په مناسبت وینا کې استرالیا او نیوزیلنډ ته خبرداری ورکړ.

د استرالیا صدراعظم سکات موریسن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرگندونې د هغو استرالیایي او نیوزیلنډیانو په وړاندې سپکاوی بللې چې په تیرو جگړو کې وژل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ (د مارچ ١٨) د لومړۍ نړیوالې جگړې کې د ترکیې د سمندري ځواکونو د بریا په مناسبت وویل چې هر هغه څوک چې د اسلام ضد احساساتو سره ترکیې ته ورشي په تابوت کې به بیرته واستول شي.

په دې څرگندونو کې ولسمشر اردوغان هغو استرالیایي او نیوزیلنډي عسکرو ته اشاره کړې چې په لومړۍ نړیولاې جگړې کې په ترکیې کې جنگیدلي و.

د ترکیې ولسمشر همدارنگه نیوزیلنډ او استرالیا باندې نیوکه وکړه چې د لومړۍ جگړې په مهال یې هلته عسکر لیږلي و چې د هغه په وینا د اسلام ضد موخې یې درلودې.

رجب طیب اردوغان وویل "تاسو نشی کولای چې استانبول په قسطنظنیه بدل کړی. ستاسو نیکونه او پلارونه دلته راغلل او وې لیدل چې مونږ دلته یو، ځیني پخپلو پښو بیرته لاړل ځیني په تابوتونو کې بیرته واستول شول. که چېرې په ورته موخه دلته راځئ بې له شکه بیرته د پلرونه په څیر به واستول شئ."

د ترکیې د دغو څرگندونو په غبرگون کې د استرالیا صدراعظم د ترکیې سفیر احضار کړی دی او له هغه یې غوښتي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه څرگندونې دې د ترکیي د دولتي تلویزون څخه لرې کړای شي.

د استرالیا صدراعظم زیاته کړې ده چې "د ترکیې د ولسمشر څرگندونې په دې حساسو شرايطو کې ډیر تعرضي او خطرناکې گڼم."

د نیوزیلنډ صدراعظمې جسینډا ارډرن د ولسمشر اردوغان څرگندونې رد کړي ویلي دي چې د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال یې انقرې ته په سفر کې د ترکي چارواکو سره به په دې اړه خبرې وکړي.

اردوغان د نیوزیلنډ په جوماتونو باندې برید د خپل د انتخاباتو د کمپاین محور گرځولی.

اردوغان د بریدگر هغه زړه بوږنونکې ویډیو چې په ټولنیزو رسینو باندې یې د پیښې له ځایه په ژوندۍ بڼه خپروله او سوشل میډیا دغه ویډیو یو نیم میلیونه ځله ډیلیټ کړې، بیا بیا په خپل کمپاین کې ښودلې ده.

د نیوزیلنډ حکومت په انقرې غږ کړی چې د دغه ویډیو ښودل بند کړي او د خلکو د احساساتو له پارولو لاس واخلي.

ځکه په دې سره د نیوزیلنډ د اتباعو ژوند د خطر سره مخامخ کیدای شي. نیوزیلنډ دا هم په گوته کړې چې بریدگر د نیوزیلنډ نه بلکې د استرالیا تعبه دی.

XS
SM
MD
LG