ختنه کول هغه جراحي عمل ته ویل کیږي چې په هغه کې د نارینه د تناسلي غړي له پوستکي څخه یوه ځانګړې اندازه پرې کیږي.
دغه دود له پیړیو راهیسې عام دي او په ځینو ادیانو کې په ځانګړې توګه په اسلام او یهودیت کې د هلکانو ختنه کول مکلفیت ګڼل کیږي. په ډیرو مواردو کې، نارینه ماشومان د زیږون وروسته په لومړیو ورځو کې ختنه کیږي.
هلکان چې تر زیږون وروسته څومره ژر ختنه شي، هغومره به ښه وي، ځکه څومره چې دا کوچنی عملیات وځنډول شي، هغومره به ستونزمن او خطرناک وي.
ددې سره سره چې ختنه کول په کلتور او مذهب کې ریښې لري او ځینې یې د روغتیایي ګټو له امله ترسره کوي، خو بلخوا د دغه دود د طبي اغیزې او روغتیایي دلایلو په اړه بحثونه شته دي.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ''ماشومانو د داخله ناروغیو اکاډمۍ" ویلي چې د ماشومانو ختنه کول د دې لامل کیږي چې دوی په پوخ عمر کې د بولي جهاز، د تناسلي آلې سرطان او د جنسي اړیکو ناروغیو د لږ خطر سره مخامخ وي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د روغتیا انسټیټیوټ په یوه طبي څیړنه کې ویلي چې، ختنه شوي نارینه د غیر ختنه شویو نارینه وو په پرتله، ۶۰ سلنه د ایډز په ناروغۍ د اخته کیدو له خطر څخه خوندي دي.
د نورو جراحي عملیاتو په څیر، ختنه کول هم خپلې ممکنه پیچلتیاوې لري، خو ددې کار د اختلاطاتو خطر ډیر لږ او د اندیښنې وړ نه دي. درد، وینه بهیدل، د زخم د ځای میکروبي کېدل او د تناسلي برخو خارښ هغه ممکنه ستونزې دي چې کیدای شي له ختنه کیدو وروسته رامنځته شي.
ختنه باید د طبي معیارونو سره سم او د ډاکټر لخوا ترسره شي، ځکه چې په ناپاکه چاپیریال کې ددغه عملیې ترسره کیدل، د زخم د ځای څخه د وینې بهیدو او د هغه د میکروبيکېدو په ګډون چې د ماشوم ژوند ګواښوي، جدي خطرونو رامنځته کولای شي.
په ځینو هیوادونو کې غیر مسلکي کسان لکه نایان (سلمان) او ځايي مشران چې طبي پوهه او تخصص نلري، ماشومان ختنه کوي. خو په دې اړه د روغتیا پوهانو مشوره دا ده چې دا کار باید هیڅکله ددغو کسانو لخوا تر سره نشي.
د نجونو ختنه کول
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د نجونو ختنه کول هم عام دي، خو ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه له دې کړنې سره مخالف دي او دا له بشري حقونو څخه سرغړونه او د ښځو او نجونو روغتیا او کرامت ته زیان او سپکاوی ګڼي.
د نجونو ختنه کول په ډیری افریقایي هیوادونو او د منځني ختیځ، اسیا او لاتینې امریکا په ځینو هیوادونو کې عام دي.
همدا راز په ځینو اسلامي هیوادونو کې د نجونو ختنه کول هم عام دي. مصر څو کاله مخکې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د هغو کسانو د بند موده چې نجونې ختنه کوي، له دوو کلونو څخه اوو کلونو ته لوړه شوه. سودان د نجونو او ښځو ختنه کول د سزا وړ جرم اعلان کړی دی.
په کولمبیا کې د ۲۰۱۱ یوې څیړنې ښودلې چې، د دغه هېواد د کلیوالي خلکو ترمنځ لا هم د نجونو ختنه کول عامه خبره ده.
په ۲۰۱۲ کال کې په اسرائیلو کې یوې بلې څیړنې په ایتوپیا کې د یهودي کډوالو په منځ کې د ښځو د ختنه کولو دود تایید کړ او همدا راز د امریکا د متحدو ایالتونو د عیسوي پرګنو په منځ کې د نجونو د ختنه کولو پیښې لیدل شوي دي.
په دغه عملیې کې چې معمولا په ماشومتوب یا ځوانۍ کې د قیچي او د بې هوښۍ پرته ترسره کیږي د مونث جنس د تناسلي بهرنۍ برخې لرې کیږي ترڅو د خودارضایۍ مخه یې ونیول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په اوږدمهال کې د نجونو او ښځو ختنه کول، د زیږون، د بولي جهاز، د جنسي اړیکو د ستونزو برسیره د خپګان، انديښنې، رواني اختلالاتو او د مړینې لامل کیږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ښځې او نجونې ختنه شوې دي.