د متحده ایالاتو فضايي اداره (ناسا) وايي تر ۲۰۳۲ کال پورې په ځمکه باندې د داسې یوې سترې اسماني ډبرې د لګېدو احتمال شته چې د یو ښار د ویجاړولو وړتیا لري.
د ناسا د سه شنبې، فبروري ۱۸ (سلواغه ۳۰) د راپور په اساس، دا د معاصر تاریخ ترټولو خطرناکه فضايي ډبره ده چې په ځمکه یې د لګېدو ۳.۱ سلنه امکان شته.
خو کارپوهان بیا وايي چې ددغې اسماني ډبرې په اړه، چې د "۲۰۲۴ وای ار۴" په نوم پېژندل شوې، ډیرې اندېښنې ته اړتیا نشته ځکه چې پر ځمکه باندې د لګېدو احتمال یې ښايي ټیټ شي.
ټاکل شوې ده چې د جیمز ویب فضايي ټلیسکوپ سر له راتلونکې میاشتې یوازې په همدې ډبرې باندې په دوامداره توګه پام وساتي.
فضايي څارونکو په لومړي ځل دغه ډبره په چیلي کې د تیر کال د ډسمبر په ۲۷مه ولیدله. فضاپوهان اټکل کوي چې ددې اسماني ډبرې بر د ۴۰ او ۹۰ مترو ترمنځ دی او له درندو فلزاتو جوړه شوې ده.
د فضايي ډبرو په اړه د خبرتیا نړیوالې ادارې د جنوري په ۲۹مه په یوه اعلامیه کې وویل چې پر ځمکه باندې د "۲۰۲۴ وای ار۴" د لګېدو یو سلنه امکان شته خو له هغه راهیسې ددې احتمال اندازه لوړه شوې ده.
ناسا په خپل تازه راپور کې ویلي چې ۳.۱ سلنه امکان شته چې دغه اسماني ډبره د ۲۰۳۲ کال د ډسمبر په ۲۲مه پر ځمکه ولګېږي.
په ځمکه باندې دداسې یوې اسماني ډبرې د لګېدو احتمال چې بر یې له ۳۰ مترو زیات وي، له دې وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې ښودل شوی وو. هغه مهال، په ځمکه باندې د "اپوفیس" په نوم د اسماني ډبرې د لګېدلو ۲.۷ سلنه احتمال ښودل شوی وو خو وروسته په نورو څېړنو کې دغه احتمال له منځه ولاړ.
د اروپا د فضايي ادارې د ځمکې د دفاع د څانګې مشر ریچارډ مویسي، که څه هم په ځمکه باندې ددغه اسماني ډبرې د لګېدو د احتمال کچه "تاریخي" بولي، خو وايي، "دا مهال ورته د بحران په سترګه نه کتل کیږي. دا کوم داسې څه ندي چې ټوله ځمکه به ویجاړه کړي او یا د هغه اسماني ډبرې په څېر ده چې ډایناسوران یې له ځمکې پاک کړل. زیات نه زیات، یوازې یو ښار ته خطر پېښولی شي."
دغه اسماني ډبره دا وخت مشتري ته نږدې ده او د ځمکې په لور یې د حرکت د څارلو لپاره د جیمز ویب ټلیسکوپ ډیر مهم بلل شوی دی. دا د نړۍ ترټولو پیاوړی ټلیسکوپ دی.
مویسي وايي، که پر ځمکه باندې ددې ډبرې د لګېدو احتمال ۱۰ سلنې ته لوړ شي نو د فضايي ډبرو په اړه د خبرتیا نړیواله اداره به رسمي خبرداری خپور کړي او د ملګرو ملتونو ټولو هغو غړو هېوادونو ته به د چمتووالي وړاندیز وکړي چې د احتمالي خطر سره مخامخ دي.
د ۱۰ کیلومتره بر لرونکې هغې اسماني ډبرې په پرتله چې ډایناسوران یې له منځه یوړل، "۲۰۲۴ وای ار۴" ډبره که څه هم نړیوال ناورین ندی، خو احتمال ښودل کیږي چې د پام وړ تباهي رامنځته کولی شي. ساینسپوهان وايي، پر ځمکه باندې ددې اسماني ډبرې د احتمالي لګېدو قوت په هیروشیما باندې د غورځول شوي اتومي بم څخه ۵۰۰ چنده زیات دی.
افریقا، عربي ټاپووزمه، جنوبي اسیا، ختیځ ارام سمندر، د جنوبي امریکا شمالي برخه او اتلانتیک ددې اسماني ډبرې د لګېدو له خطر سره مخامخ دي. خو مویسي وايي، له وخت وړاندې ده چې ددې سیمو خلک د کډې کولو او یا نورو احتیاطي تدابیرو په اړه فکر وکړي.
ناسا د ۲۰۲۲ کال په څېړنو کې ثابته کړه چې فضايي بیړۍ کولی شي د اسماني ډبرو د حرکت مسیر بدل کړي. ساینسپوهانو همدارنګه د لایزرونو او اتومي چاودنو په مرسته د اسماني ډبرو د حرکت د جهت د بدلولو شونتیا ښودلې ده.
ددې راپور معلومات له فرانس پرس څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه