د لاس رسي وړ اتصالات

مدني ټولنې: د فساد ضد ملي ستراتیژۍ په بیا کتنې کې راسره مشوره نده شوې


وروسته له هغې چې د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې په عالي شورا کې د فساد په وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ په بیا کتنه خبرې وشوې، اوس یو شمیر مدني ټولنې اندیښنه لري چې د دغې ستراتیژۍ په بیا کتنه کې له دوی سره مشوره نه ده شوې.

د افغانستان د روڼتیا د څار اداره او یو شمیر مدني بنسټونو د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، لا هم افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ناکامه دی او د فساد له سترو دوسیو سره سیاسي چلند کوي.

له روڼتیا څخه د څار ادارې د عدالت غوښتنې او اړیکو مشر ناصر تیموري وویل افغان حکومت باید له خپلو ژمنو سره سم، له فساد سره د مبارزې یو خپلواک کمیسیون جوړ کړي چې د فساد ټولې قضیې په بې طرفه توګه وڅیړي.

"ملي وحدت حکومت چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کوم تعهد کړی وه له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواک کمیسیون رامنځ ته کول او همدارنګه د اداري فساد په وړاندې د بې ګټو بنسټونو له منځه وړل وه خو په دغه ملي ستراتیژي کې موږ دا ژمنې نه وینو".

بل لور ته افغان حکومت وایي چې له فساد سره په مبارزه کې د حکومت پالیسۍ روښانه دي او په دې برخه کې هیڅ ډول سیاسي هدف وجود نلري.

د ارګ د ویاندویانو د دفتر سرپرست شاحسین مرتضوي وویل، چې لا هم له فساد سره د مبارزې په ملي ستراتیژي باندې کار دوام لري او مدني ټولنه کولای شي چې په دې برخه کې خپل نظریات شریک کړي.

" افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې ژمن دی او هیڅ ضرورت نه پیښیږي چې موږ پکې عوام فریبي وکړوپه دې ستراتیژي له مختلفو شخصیتونو سره کار شوی دی، هغوې خپلې نظریې مطرح کوي او له روڼتیا څخه د څار اداره هم کولای شي تر ټاکلي وخته خپلې نظریې شریکې کړي".

په افغانستان کې له روڼتیا څخه د څار ادارهاو مدني ټولنې وايي، که څه هم له اداري فساد سره د مبارزې عدلیي او قضایي مرکز د فساد اړوند یو شمیر سترې دوسیې څیړلي دي، خو د دوی باور دا مرکز یوازې د فساد سترو دوسیو ته رسیدنه کوي خو په ټیټه کچه د فساد دوسیو ته د رسیدنې په برخه کې کوم کار نه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG