د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: جولای میاشت ملکي افغانانو ته ډیره خونړۍ وه


یوناما وایي څه دپاسه ٥٠ فیصده مرگ ژوبله د بمي بریدونو نتیجه ده
یوناما وایي څه دپاسه ٥٠ فیصده مرگ ژوبله د بمي بریدونو نتیجه ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (UNAMA) د شنبې په ورځ (زمري ۱۲مه) په خپل تازه ريپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۱۹ کال د جولای میاشت د ملکي افغانانو لپاره ډیره خونړۍ وه.

د یوناما موندنې ښيي، چې د روان عیسوي کال په تیره جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما دا میاشت د تیرو ۲۷ میاشتو په پرتله تر ټولو خونړۍ بللې او ویلي یې دي، چې په یوه میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې دا لوړه شمیره د ۲۰۱۷ کال د مې له میاشتې څخه نیولې تر اوسه بې‌سارې ده.

په دې ريپوټ کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي: "په دې وروستیو اونیو کې لکه څنګه چې د سولې خبرو شدت موندلی ورسره تاوتریخوالی هم زیات شوی دی".

یوناما په ښارونو کې د افغانستان د دولت ضد عناصرو بریدونه او د سړک غاړې ماینونه، په جولای میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې لوی لاملونه ښودلي دي.

ښاغلي یاماموتو د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د جګړې شدت یوازې د ملکي وګړو د مرګ‌‌ژوبلې د زیاتوالي لامل کیږي او ویلي یې دي، چې اوس "د زغم او د عادي ملکي افغانانو ژوند ته د ریښتیني درناوي" وخت رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په داسې حال کې د جولای میاشت د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ بللې، چې تیره اونۍ دغې ادارې په خپل شپږ میاشتنې ریپوټ کې، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر عیسوي کال د همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې د ۲۷ فیصده کموالي خبر ورکړ.

یوناما په دې ریپوټ کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۱۳۶۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما د دغو تلفاتو ۵۲ فیصده د افغان دولت وسله‌والو مخالفینو او ۳۷ فیصده یې حکومت پلوه ځواکونو ته منسوب کړی دی.

افغان حکومت د یوناما دا ریپوټ په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه جدي ملاحظات لري.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي تیره اونۍ خبریالانو ته وویل "یوناما د معلوماتو د را ټولولو په برخه کې ستونزې لري" چې باید ورته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG