د لاس رسي وړ اتصالات

مارچ کې د اوړمې میاشتې پرتله ملکي وګړو تلفات درې ځلې لوړ وو - راپور


افغانستان کې پسرلي د موسم د پیل سره سم په یو شمیر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې له امله ملکي وګړو ته هم د سر زیان رسیدلی دی.
افغانستان کې پسرلي د موسم د پیل سره سم په یو شمیر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې له امله ملکي وګړو ته هم د سر زیان رسیدلی دی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي اې جي"په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه په خپل یو تازه راپور کې، چې نن د دوشنبې په ورځ ( وري ۱۲ مه) یې خپور کړی ویلي، چې د مارچ په میاشت کې په ۱۸ ولایتونو کې ۱۸۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

"سي پي اې جي" د راپور له مخې تیره میاشت ۵۴ ماشومانو او ۲۷ ښځو ته هم مرګ ژوبله اوړیدلې.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ګروپ مشر عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره میاشت ډیر ملکي افغانان د ځانمرګو او هدفي بریدونو او هم د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې مړه او ژوبل شوي دي.

ښاغلي تسل وویل، که څه هم د مارچ په ۲۶مه جمهور رئیس محمد اشرف غني په یوه امنیتي غونډه کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې تر دې وروسته د ملکي وګړو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي، خو بیا هم په تیره میلادي میاشت کې د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس د فیبرورۍ د میاشتې پرتله په مارچ کې ملکي مرګ ژوبله نیږدې درې برابره پورته تللې وه.

د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د فیبرورۍپه میاشت کې ۱۶۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دغه ګروپ موندنې ښيي، چې تیره میاشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله کابل کې پیښه شوې، چې بېلا بېلو پېښو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۰ ژوبل شوي دي.

د کابل وروسته ډیره مرګ ژوبله په ننګرهار ثبت شوې ده، په دغه ولایت کې تیره میاشت ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.

همدا ډول د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي اې جي"وايي، تیره میاشت په کندز او هلمند ولایتونو کې همدې ګروپ ډیرې خونړۍ پیښې ثبت کړي دي.

په کندز په ولایت کې د هوایی برید له کبله د یوې کورنۍ ۱۴ کسان وژل شوي او په هلمند ولایت کې ۳ تنه وژل شوي او ۴۹ ټپیان شوي دي.

" سي پي اې جي"وايي "له بله پلوه تېره میاشت هدفي وژنې هم ډېرې شوې او له امله یې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي".

"سي پي اې جي" له افغان او نړیوالوځواکونو او مخالفو وسله والو په کلکه غوښتنه کړې، چې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

" سي پي اې جي" ګروپ له شاوخوا شلو مدني ټولنو څخه جوړ شوی، چې هره میاشت د ملکي مرګ ژوبلې رپوټونه او ارقام خپروي.

XS
SM
MD
LG