د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پنجشیر کې پر یوې ښځې د جنسي تیري د ادعا په اړه څیړنې روانې دي


پنجشیر ولایت مرکز (ارشیف)
پنجشیر ولایت مرکز (ارشیف)

د پنجشیر د ولایت د پریان په ولسوالۍ کې پر یوې ښځې باندې د جنسي تیري د ادعاو سره همهاله د دغه ولایت ولایتي چارواکو ویلي، چې په اړه څیړنې روانې دي.

د پریان د ولسوالۍ یو اوسیدونکي، چې نه غواړي په رپوټ کې يې نوم واخیستل شي ادعا کوي، چې دا پیښه تیره اونۍ د دې ولسوالۍ د "ده‌خاواک" په سیمه کې پیښه شوې ده او د "طالبانو د ګواښونو" د اندیښنو له امله دا موضوع تر اوسه پټه ساتل شوې وه.

هغه ادعا وکړه: "د طالبانو وسله وال د شپې له خوا "ده‌خاواک" یو کورته داخلیږي، سړی یې وهي اوبیا پر میرمن یې تیری کوي ".

هغه وویل دا کورنۍ څه موده دمخه د بغلان ولایت د خوست و فرنګ د ولسوالۍ څخه د پنچشیر ولایت د پریان ولسوالۍ ته کډه شوې ده.

د پنجشیر ولایت د والي ویاند ابوبکر صدیق د جمعې په ورځ ډسمبر دویم (لیندۍ ۱۱) وویل، چې د پریان په ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له خوا دا ډول ادعاوې شوي دي، چې په اړه یې څیړنې روانې دي.

ښاغلي صدیق وویل، چې شپږ تنه ددې پیښې په تړاو نیول شوي او له هغوی څخه څیړنې لا روانې دي.

ښاغلي صدیق وویل "ترهغې، چې قضیه روښانه نشي او ددغو څیړنو پایلې روښانه نشي، البته چې مونږ څه نشو ویلی. مونږ د څیړنو پایلو ته انتظار وباسو، چې قیضه کوم خوا ته ځي".

د ځینو راپورونو له مخې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د حقیقت موندنې یو پلاوی د پنجشیر ولایت د لومړنۍ محکمې د رئیس امین الحق او ددغه ولایت د دیني عالمانو د شورا د یو شمیر غړو په ګډون د دې قضیې د جدي څیړلو لپاره د پیښې ځای ته استولی و.

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې د پنجشیر ولایت د لومړنۍ محکمې رئیس امین الحق ته منسوب یو غږیز پیغام هم خپور شوی، چې په کې هغه پر یوې ښځې باندې جنسي تیری تائیدوي او ویلي دي، چې په دې تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.

داسې ویل کیږي، چې ښاغلي امین الحق دا پیغام د طالبانو لوړو چارواکو ته استولی، چې بیا وروسته یې ټولنیزو رسنیو ته هم لاره موندلی او خپور شوی دی.

په دې پیغام کې ویل شوي چې دغه شپږ تنه به ژر محاکمه شي. امریکا غږ تراوسه په دې نه دی بریالی شوی، چې دا ادعاوې او د طالبانو د پنجشیر د لومړنۍ محکمې رئیس ته منسوب غږ په خپلواک ډول تائید کړي.

XS
SM
MD
LG