د لاس رسي وړ اتصالات

اتو ولایتونو کې جګړه؛ 'د طالبانو ۲۴۲ جنګیالي وژل شوي'


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په اتو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو جنګیالیو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

د دغه وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ د مې شپږ (غويي ۱۶) په جلا اعلامیو کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په هرات، کندهار، بادغیس، بلخ، فراه، هلمند، تخار او کندز ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له دفاع وزارت څخه په خپور شوي بیان کې راغلي: "په نښتو او د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۷۹ طالبان وژل شوي، ۹۱ ټپیان دي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې تخریب شوي دي".

د بیان له مخې یوازې په کندهار ولایت کې ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

همداشان د افغانستان په لویدیځ کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو په یو بیان کې ویلي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په مهال ۶۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د "عقاب یرغل" په نوم دغه عملیات له تیرو لسو ورځو راهیسې د شینډنډ ولسوالۍ په کلیو او بانډو کې دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دغې ډلې جنګیالیو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بغلان کې د پوستو سقوط

په بغلان کې سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو له خوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نیولو په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړې دي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړې چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ زیاتې سیمې طالبانو نیولي او یو شمیر افغان ځواکونه هم دغې ډلې ته تسلیم شوي دي.

خو د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادي نظري د پنجشنبې په ورځ د مې شپږمه (غويي ۱۶) امریکا غږ ته وویل: "په زوړ بغلان کې د شپې نښته وه د تلفاتو د مخنیوي لپاره زموږ یو دوه پوستو تاکتیکي شاتګ وکړ او اوس د همغې ولسوالۍ د قرارګاه په کنډک کې مستقر دي".

ښاغلي نظري وویل چې په دې نښته کې ۱۸ طالب جنګیالي او درې افغان سرتیري وژل شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت هم د طالبانو له خوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ نیول رد کړي دي.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ زیاتې برخې یې نیولي او ۲۰۰ افغان نظامیان دغې ډلې ته تسلیم شوي دي.

XS
SM
MD
LG